د کندهار ولایت د امارتي او خصوصي پوهنتونو د دعوت او ارشاد له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

admin@anastu
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۴۱
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مـولوي سلیم سليم صاحب په مشري، د اناسټو پوهنتون د غونډو په تالار کي د کندهار ولایت د امارتي او خصوصي (کندهار پوهنتون، ابراهیم النخعي تخصصاتو جامعه، ملالۍ، سبا، میرویس نیکه، لمر او بېنوا) پوهنتونو د دعوت او ارشاد آمريت له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه.

د ناستي پېل د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو وسو؛ وروسته د اناسټو پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مـولوي محمد سلیم سلیم صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دعوت او ارشاد اړوند په ځینو برخو کښي ئې یادو آمرانو ته سپارښتني وکړې؛ بيا ئې د یادو آمرانو راپورونه وکتل او له خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ وښود.

ښاغلي مولوي محمد سلیم صاحب په پوهنتونو کښي، د دعوت او ارشاد آمریت فعالیتونه خورا مهم یاد کړل او په دې برخه کښي ئې د چارو د ښه تنظیم، همږغۍ، د اسلامي اُصولو او د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر په برخه کښي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالى د فرمانو د ښه تطبیق، د کاري بهیر د لا چټکتیا او نور شفافیت غوښتنه وکړه.

په وروستیو کښي پر ځینو متفرقه مسایلو هم خبري وسوې؛ په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۴/۸/۲۰

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS