اناسټو پوهنتون کي د اسد ۲۴ ( دفتحې) دريمه کليزه په شانداره ډول ونمانځل سوه.

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۳:۲۸
ANASTU

اناسټو پوهنتون کي د اسد ۲۴ ( دفتحې) دريمه کليزه په شانداره ډول ونمانځل سوه.
نن چهارشنبه دافغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون کي د اسلامي امارات د سپیڅلي فتحي دريمه کليزه د يو شانداره غونډې په ترڅ کي ونمانځل سوه.
په ياده غونډه کي د لوړو زدکړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحديث مولوي ندا محمد نديم صاحب، داناسټو پوهنتون « رهبري، د پوهنځيو رئيسانو استادانو او کارمندانو »، د ولايتي ادارو  رئيسانو ، علماوو کرامو او قومي مخورو ګډون کړی وو.
مراسم د قرآن عظيم الشان دڅو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل سول.
دلوړو زدکړو سرپرست وزير صاحب غونډي ته په وينا کي اميرالمومنين حفظه اللّٰه ورعاه، دغونډي گډونوالو، مجاهدينو او افغان ولس ته د يادي ورځي مبارکي وويل او افغان ولس يي ددې سترې بريا په ترلاسه کولو کي شريک وباله او دهغوئ د قربانيو ستاينه يي وکړه او د يادي ورځي نمانځل يي  د اللّٰه جل جلاله د هغه ستر نعمت« اسلامي نظام » شکرګوزاري وبلل او زياته يي کړه چي اللّٰه جل جلا داسې يو نظام افغانانو ته ورکړی چي سر، مال،ناموس او هرڅه يي په کښي محفوظ دي او کولاي شي په پوره حوصله خپل د حق غوښتنه وکړي.
همدارنګه سرپرست وزير دنظام بقا په عدالت، وحدت،  د امراوو په تواضع، او ملت ته  په حق ورکولو کي وبلل او زياته يي کړه چي ملت پر نظام حق لري چي و علم،امنيت، اقتصاد، صحت... توجوه وکړي او نظام پر ملت باندي حق لري چي اطاعت او پوره همايت يي وکړي.
همدارنګه غونډي ته په وينا کي د اناسټو پوهنتون رئیس الحاج مولوی سيد محمد داؤد آغا هاشمي سرپرست وزير او غونډي ګډونوالو او ټول ملت ته د دې ستري بريا مبارکي وويل، د ګډونوالو او په خاص ډول د سرپرست وزير څخه مننه وکړه چي له موږ سره د دې ستري بريا په نمانځلو کي ګډون وکړی.
ښاغلي هاشمي د فتحې پر ارزښت او اهميت وینا وکړه او د سترو امپراتوريو په ماتولو کې د افغانانو د قربانيو ستاينه وکړه او زياته يي کړه چي د نړئ په تاريخ کي دا وياړ يوازي  او يوازي افغان ملت ترلاسه کړئ چي په يوه پېړئ کي يي درو سترو يرغلګرو ته ماتي ورکړه او د نړئ ملتونو ته يي دا وښوده چي جهاد د يرغلګرو امپراتوريو څخه دآزادی اخستلو یوازنی لاره ده.
همدارنګه ستر ديني عالم شيخ الحديث مولانا حبيب الله معروفي صاحب د يادي ورځي پر ارزښت، د اسلامي نظام پر اطاعت او همايت مفصله وینا وکړه او د يادي بريا په ترلاسه کولو کي د افغانانو قربانۍ وستایلې.
همدارنګه د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رياست رئیس شيخ مولوي عبدالحي عمري د يادي ورځي پر ارزښت او اهميت وینا وکړه او د اللّٰه جل جلاله د اوامرو دتطبيق او د منکراتو څخه دځان ساتلو ګټي بيان کړې. 
په پای کي غونډه د کندهار د ابراهيم النخعي جامعې درئيس محمد صادق غزنوي له لوري د دعا په ويلو پای ته ورسېده.
۱۴۴۶/۲/۱۰.            ۱۴۰۳/۵/۲۴
دنشراتو آمريت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS