اناسټو پوهنتون کي د قرآن عظيم الشان ختم وسوو.

admin@anastu
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۴:۳۲
ANASTU

اناسټو پوهنتون کي د قرآن عظيم الشان ختم وسوو.
دافغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون کي نن پنج شنبه د اسلامي او انساني خواخوږۍ پر بنياد د شهيد اسماعيل هنيه و روح ته د قرآن عظيم الشان ختم وسوو.
د قرآن عظيم الشان په ياد ختم کي داناسټو پوهنتون رهبري، استادانو او کارمندانو ګډون درلود.
د ختم په جريان کي د اناسټو پوهنتون رئیس الحاج مولوی سيد محمد داؤد آغا هاشمي د قرآن او احادیثو په رڼا کي د مسلمانانو پر اتحاد، اتفاق او خواخوږي باندي مفصله وینا وکړه او زياته يي کړه چي اللّٰه جل جلاله په قرآن عظيم الشان کي فرمايي « محمد رسول اللّٰه او د هغه د ډلي کسان هغه څوک دي چي خپلو کي يو له بله رحم، شفقت، اتحاد لري او د کفارو په مقابل کي سخت او مقاوم دي، ښاغلي هاشمي زياته کړه هغه کسان چي سیرت او صورت يي پر سنت طریقه برابر وي د يادي ډلي څخه دي.
همدارنګه ښاغلي هاشمي ټول استادان او کارمندان وهڅول ترڅو ستاسو علم، مسلک او تبليغ د مسلمانانو د اتحاد، اتفاق، خواخوږۍ او د وطن د هوايي او ځمکني دفاع او د کفارو د مايوسۍ، خطرې او شکست مصدر وګرځي.
په پای کي خاتمه وویل سوه او د شهيد و روح ته دعاوي وسوې.
۱۴۴۶/۱/۲۶.                 ۱۴۰۳/۵/۱۲
د نشراتو آمريت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS