په اناسټو پوهنتون کې د علمي څیړنو په برخه کې د ظرفیت لوړاوي ورکشاپ دایر سو.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۲:۱۳
د ظرفیت لوړاوي ورکشاپ

د شنبې په ورځ ۱۱/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژې ملي پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز او څیړنې امریت له لوري  یاد ورکشاپ په لاره اچول سوی وو، چي موخه یې د څیړنې په برخه کې د ظرفیت لوړول او د څیړنې کلتور ته وده ورکول وه، چې پکښې د مسلکي پراختیا مرکز او د څیړنیز مرکز آمرینو، استادانو او محصلانو ګډون درلود.
پروګرام د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل سو، ورپسي د څیړنې د اهمیت په اړه ویناوالو څرګندوني وکړي. 
پوهاند سید محمد کبیر آغا مین د پریزنټیشن له لارې د څیړنې، د څیړنې اخلاقو، اصولو، میتودولوژې، دڅیړنې ډولونه او یو شمیر نورو اړوند موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته هراړخیز معلومات وړاندي کړه او پوښتنو ته یې جوابونه وویل.
پروګرام د دوعا په ویلو سره پای ته ورسیدی.
د نشراتو امریت
۱۱/۱/۱۴۴۵
۷/۵/۱۴۰۲

تازه خبرونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS