په (اناسټو)پوهنتون کي د نشه يې توکو زيانونو او حل لارو په هکله معلوماتي سیمنار وسو

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۳:۵۲
Image

نن چهارشنبه مطابق ۱۴۰۴/۸/۲۱ھ ل نېټه دافغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د نشه يې توکو د زيانونو او حل لارو په هکله معلوماتي سيمينار وړاندې سو.
یاد سيمينار، چي د پوهنتون د محصلانو د پوهاوي د لوړولو په موخه جوړ سوۍ وو لومړۍ پيل یې دقرآن کریم په څو مبارکوآيتونو سره وسو.
وروسته د محصلانو چارو مرستيال محترم مولوي محمودالحسن صاحب د اسلام له نظره د نشه يي توکو د دنيوي او اخروي زيانونو په اړه هر اړخيزي څرګندوني وکړې. نوموړي زياته کړه، چي هر هغه نشه‌يي شی چي انسان له عادي حالت څخه اړوي عقل یې تغير کوي حرام او ممنوع دی، او د قرآن کريم د دا آيت کريمة(وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ) تر مفهوم لاندي  راځي. هغه وويل، نشه د انسان صحت ته په تدريجي ډول زيان رسوي، په پيل کې يې خوند او لذت ښکاري، خو وروسته د درنو ناروغيو لامل ګرځي. دا چاره زياتره د بدو او بې‌کارو ملګرو د صحبت له اغېزې څخه رامنځته کېږي.

وروسته د پوهنتون يو تن استاد، پوهنيار محبوب‌الله احمدي صاحب، د مخدره توکو تعريف، ډولونه، او د نشه‌يي توکو د مخنيوي او خلاصون په اړه د نړيوالو پاليسيو له مخي مفصل معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل.

په پای کې، محصلانو ته سپارښتنه وسوه چې د هر ډول مخدره موادو او نشه‌يي توکو څخه ځان وساتئ او د دې سيمينار پيغام خپلو نورو ملګرو او ځوانانو ته ورسوي. سيمينار د دعا په ويلو سره پای ته ورسېد.

۱۴۰۴/۸/۲۱
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS