د علمي برنامو د دوره یي بیا کتني او کلني څار ورکشاپ وړاندي سو.

admin@anastu
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۳۴
تضمین کیفیت

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د علمي برنامو د دوره يي بیا کتني او کلني څار ورکشاپ د کیفیت لوړاوي آمریت له لوري د مسلکي او پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کي تر سره سو چي د ټولو پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د پینل غړو او استادانو پکښي ګډون درلود او د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سو.

یاد ورکشاپ د ښاغلي پوهاند شاه محمود بري او پوهنوال سلطان محمد سیرت له خوا، د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو په نظر کي نیولو سره په دې موخه تر سره سو، چي د علمي پروګرامونو او معيارونو د تطبيق ارزونه ترسره، شته ستونزي په ګوته او د کار بازار د غوښتنو سره سم ټول علمي پروګرامونه اعیار او د تطبیق وړ وګرځي.

په دې ورکشاپ کي د علمي برنامو دوره یي بیا کتني پېژندنه، د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو بیا کتني ډولونه، د کلنۍ بیا کتني (APM) پېژندنه او فارمټ، د دوره یي بیا کتني (PPR) پېژندنه، د تطبیق وخت، موخي، ښکیلې خواوي، د ایجاد، تعلیق، ادغام او لغوې شرایط، د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو مهالنۍ بیا کتني لپاره اړین اسناد او شواهد، عملیاتي پلان، غوښتني او د (PPR) راپور فارمټ په اړه له ګډونوالو سره مفصل معلومات شریک سول.

په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکول سول، د علمي برنامو د بیا کتني د پروسې اړوند څرګندوني، وړاندیزونه او عملي نظریات تبادله سول او ورکشاپ د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

۱۴۰۵/۰۴/۰۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

اداري کارکوونکو ته د اور وژني په برخه کي يو ورځنی مسلکي روزنیز سیمسنار وړاندي سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د اورلګېدني د خطرونو د مخنیوي او د پېښو پر مهال د سم، چټک او پر وخت غبرګون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

نوو محصلینو ته د ښه راغلاست او ممتازو محصلینو د تقدیر په موخه ځانګړې غونډه ترسره سوه.

دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت له لوري د ۱۴۰۵-۱۴۰۶ تحصیلی کال نوو شامل سوو محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون‌ پېژندنې په موخه ځانګړې غونډه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

د عامي روغتیا ریاست او اطفائيې آمریت له مسؤلینو سره د اناسټو پوهنتون د مسؤلینو د همږغۍ ناستي تر سره سوې

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د رهبري په لارښوونه او د محترم رئیس صاحب د هدایت پر اساس، د پوهنتون مسؤلینو د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست او د کندهار ولایت د. . .

BACK TO NEWS