د انسټو پوهنتون نوي رئيس مولوي شبیر احمد عباس صاحب د یاد پوهنتون له رهبرۍ غړو، پوهنځیو رئېسانو او آمرانو سره وکتل

admin@anastu
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۲۲
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون نوي رئيس محترم مولوي شبير احمد عباس صاحب د معرفت غوڼدي وروسته د پوهنتون د رهبرۍ غړو، د پوهنځیو له رئیسانو او آمرانو سره وکتل.
یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، ورسته مولوي عباس صاحب ګډنوالو سره لنډ معرفت وکړ او د پوهنتون رهبرۍ غړو ته ئې د ډاډ او خدمت په موخه مهمي سپارښتني وکړې. مولوي صاحب وویل: زما د خدمت سره علاقه ده له تاسو هم د خدمت غوښتنه لرم ستاسو ستونزي مشکلاتو ته رسيدګي کوم نظرونه مو اورم او د پاليسۍ مطابق اقدام کوم او دا هرڅه په عمل کي ثابتوم ان شاء الله او زه حاکم نه بلکي ستاسو خادم يم له اعلی تر ادنی د ټولو پر مخ زما دروازې خلاصي دي هيڅ چاته ممانعت نسته هرڅه په ډاډه زړه راته ويلي سئ.
 ددې ترڅنګ مولوي صاحب زیاته کړه زه د يو ځانګړي هدايت په موخه را استول سوی يم، هر څه په خپله ارزوم دا پوهنتون د هيواد په سطح ملي پوهنتون دئ باید د هيواد په سطحه و ځليږي.
 وروسته د انسټو پوهنتون د رهبرۍ په نمایندګی علمي مرستیال محترم ارغستاني صاحب نوي رئيس مولوي شبير احمد عباس صاحب ته د ښه راغلاست ويلو وروسته وويل: موږ ستاسو امر ته لبیک وايو او پوره ډاډ درکوو چي د پوهنتون رهبري، استادان، کارمندان به ستاسو سره په هره برخه کي پوره _ پوره همکاري کوي او اطاعت به کوي.
مولوي شبير احمد عباس صاحب له ټولو مننه وکړه په پائ کي غوڼده دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۰۴/۹/۴                                                                                                                                                              
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS