د اناسټو پوهنتون د شپږمې دورې د لیسانس محصلانو د فراغت غونډه تر سره سوه.

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۵۸
فراغت غونډه


د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کښي د ۱۴۰۵ لمریز کال د شپږمي دورې د لیسانس محصلانو د فراغت غونډه د پوهنتون په عمومي د غونډو تالار کښي ترسره سوه. چي پکښي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو، فارغ محصلینو، د هغوی کورنیو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون درلود. چي له مهمو مېلمنو څخه د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي محمد صادق انقلابي، د ارشاد، حج او اوقافو رئیس شیخ القران والتفسیر عبدالبصیر فائز، د بهرنیو چارو رئیس شیخ القران والحدیث مولوي فضل الحق شاکر، د ابراهیم نخعي جامعې رئیس قاضي محمد صادق غزنوي، د صنعت او معدن خوني رئيس سید محمد سرور اغا اماني او په خصوصي سکتور کښي د نساجي فابریکې رئيس مولوي محمد سلیم صابر، د افغان سور غر خصوصي شرکت رئيس، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت استازی او د روغتیا نړیوال سازمان استازی و. غونډه د پوهنیار حافظ شفیع الله بهیر په خوږ ږغ د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه.

ورپسې د اناسټو پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت آمر مولوي محمد سلیم سلیم وينا وکړه. لومړی يي محصلینو او د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي وړاندي کړه. بيا يي په اسلام کښي د علم د ارزښت، شرافت او لوړ مقام په اړه هر اړخیز بیان وړاندي کړ. هغه وویل چي د پوهي لرونکي انسان مقام د ناپوه انسان په پرتله لوړ دی. مولوي صاحب زیاته کړه، لکه څنګه چي انسان په خپل فردي ژوند کښي د علم محتاج دی، همدا ډول ټولنه د عالم او پوه شخصیتونو اړتیا لري، ځکه د ټولني د سمون، اصلاح او رهبرۍ بنسټ د علم پر محور ولاړ دی. هغه یادونه وکړه چي اسلام د عالم لپاره ځانګړي امتیازات او لوړ مقام ټاکلی، ځکه عالم د حق د لاري لارښود، د خلکو د ستونزو حل کوونکی او د خیر د خپرولو وسیله ده.

ورپسې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس شیخ القران والحدیث مولوي فضل الحق شاکر ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ فارغینو ته د فراغت مبارکي ورکړه. نوموړي د علم د ارزښت په اړه ژوره وینا وکړه او څرګنده یې کړه چي د علم حاصلول د الله تعالی له لوري یوه ستره ډالۍ ده. هغه وویل انسان د پیدایښت له لومړۍ شېبې زده کړه پیلوي او د ژوند په هر پړاو کښي په تدریج سره د پوهي مختلف ډولونه تر لاسه کوي، چي دا د انسان د فطرت یوه مهمه ځانګړتیا ده. مولوي شاکر صاحب د الله تعالی د نعمتونو په اړه تفصیلي بیان وړاندي کړ او څرګنده یې کړه چي د انسان خلقت، عقل، د حق او باطل د پېژندلو وړتیا، او د اسلام په مقدس دین مشرف کېدل د هغو سترو نعمتونو له ډلي څخه دي چي الله تعالی انسان ته ورکړي دي. هغه زیاته کړه چي عقل د انسان د لارښووني وسیله ده، علم د عقل د ودي سبب دی، عمل د علم ثمره ده، او اخلاص د عمل روح دی. له همدې امله یې محصلینو ته سپارښتنه وکړه چي د هیواد، ملت او اسلامي نظام د بقا لپاره په اخلاص سره خدمت وکړي او خپل علم د خیر او اصلاح په لاره کښي وکاروي.

ورپسې د اناسټو پوهنتون رئیس مولوي شبیر احمد عباس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، فارغینو او د هغوی کورنیو ته یې د فراغت مبارکي وړاندي کړه. نوموړي په خپلو خبرو کښي څرګنده کړه چي د یوې علمي دورې فراغت یوازي د زده کړو پای نه دی، بلکي یو معنوي مسؤلیت دی چي فارغینو ته سپارل کېږي. هغه زیاته کړه چي فارغ محصلین باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کښي د ټولني خدمت ته ژمن پاته سي، د هیواد او دین لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي او په ټولنه کښي منلی او اغېزمن خدمت ترسره کړي. مولوي عباس صاحب محصلینو ته سپارښتنه وکړه چي د لیسانس تر کچي بسنه ونه کړي، بلکي د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، څو د علم په ډګر کښي لا پیاوړي سي او د هیواد د پرمختګ لپاره اغېزمن رول ولوبوي. نوموړي زیاته کړه چي د دین خدمت د هر مسلمان ویاړ دی، نو باید د غربي او غیر اسلامي افکارو له اغېزو ځان وساتل سي، په ټولنیزو رسنیو کښي د خپرېدونکو تخریبي محتویاتو پر وړاندي هوښیار پاته سي او خپله عقیده ټینګه وساتي. هغه وويل چي بايد د دین په خدمت کښي په هغه کچه هڅه وکړي، څومره چي غربي او غیر اسلامي نړۍ د اسلام د تخریب لپاره هڅي کوي. هغه ټینګار وکړ چي د شریعت لارښووني باید په عمل کښي راسي، ځکه د مسلمان کامیابي د شریعت په پیروي کښي ده. مولوي صاحب محصلینو ته سپارښتنه وکړه چي خپل سیرت او ظاهر د نبي کریم ﷺ د سنتو په رڼا کښي برابر کړي، د اخلاقو، کردار او ظاهري بڼي په هر اړخ کښي د سنتو ښکلا خپله کړي.

همدارنګه په غونډه کښي د کندهار د حج او اوقافو رئیس شیخ الحدیث والتفسیر الحاج مولانا عبدالبصیر فائز ګډونوالو ته خپله وینا وړاندي کړه. نوموړي لومړی فارغینو ته د فراغت مبارکي وویل، وروسته یې محصلینو ته سپارښتنه وکړه چي د علم په ترلاسه کولو کښي جدي هڅه وکړي، ځکه علم د الله تعالی د خلیفه له صفاتو څخه دی او د حقوق العباد په ادا کولو کښي بنسټیز رول لري. هغه زیاته کړه چي مسلمان باید په هره برخه کښي زده کړه وکړي؛ هم دیني زده کړه ضروري ده او هم مسلکي او عصري زده کړي د ټولني د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. مولانا فائز صاحب د علم د نیت په اړه تفصیلي بیان وکړ او ټینګار یې وکړ چي د علم حاصلول باید د الله تعالی د رضا لپاره وي، ځکه هغه علم چي د اخلاص په نیت تر لاسه سي، د انسان لپاره د نېکۍ، ثواب او معنوي لوړتیا سبب ګرځي. نوموړي محصلینو ته د تقوا، امانت او د ګاونډي د حق ساتلو په اړه پراخي سپارښتني وکړې. هغه وویل چي تقوا د انسان د ټولو اعمالو روح دی، امانت د ټولنیز اعتماد بنسټ جوړوي، او د ګاونډي حق ساتل د اسلامي اخلاقو مهم اصل دی چي د ټولني د یووالي او ورورولۍ سبب ګرځي. مولانا فائز زیاته کړه چي د دین د لوړاوي لپاره کار کول د هر مسلمان مسؤلیت دی. هغه محصلینو ته لارښوونه وکړه چي خپل علم د دین د خدمت، د خلکو د اصلاح، د خیر د خپرولو او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره وکاروي. نوموړي ټینګار وکړ چي د علم خاوند باید د اخلاقو، کردار، تواضع او خدمت په میدان کښي د نورو لپاره نمونه وي، ځکه د عالم په سلوک کښي د دین رڼا ښکاري.

ورپسې د کندهار ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد صادق انقلابي فارغینو ته د مبارکۍ تر وړاندي کولو وروسته خپله عالمانه وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کښي څرګنده کړه چي د اسلامي نظام په راتګ سره هغه بې‌بنیاده نظریه په بشپړ ډول رد ده چي ګواکي اسلامي امارت د دیني او عصري زده کړو تر منځ توپیر کوي. هغه زیاته کړه چي اسلامي امارت نه یوازي د دیني زده کړو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړې، بلکي د عصري او مسلکي زده کړو د پراختیا لپاره یې هم پراخ فرصتونه رامنځته کړي دي، او وخت په وخت یې په لوړه کچه فارغین ټولني ته وړاندي کړي دي چي دا د نظام د علم‌محوره سیاست څرګندونه کوي. مولوي انقلابي صاحب محصلینو ته سپارښتنه وکړه چي خپل ژوند د شریعت له لارښوونو سره برابر کړي، ځکه د انسان حقیقي کامیابي د الله تعالی د کلام او د نبي کریم ﷺ د سنتو په تعقیب کښي ده. هغه زیاته کړه چي مسلمان باید په ټول معنا اسلام ته داخل سي، یعني د عقیدې، عبادت، اخلاقو، معاملاتو او ټولنیز چلند په هره برخه کښي د اسلام لار خپله کړي. نوموړي ټینګار وکړ چي د شریعت اصول او اوامر باید په ژوند کښي عملي سي، ځکه د اسلامي نظام بقا، د هیواد خدمت او د ټولني خیر یوازي هغه وخت ممکن دی چي مسلمانان د شریعت په رڼا کښي ژوند وکړي او د دین د لوړاوي لپاره هڅه وکړي.

وروسته د اناسټو پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل محبوب الله احمدي مېلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ فارغینو او د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي ورکړه. نوموړي د منني او قدردانۍ په موخه خپله وینا وړاندي کړه او د پوهنتون د علمي فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات شریک کړل. هغه وویل چي پوهنتون د کرنیزو فعالیتونو او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کښي پراخ تحقیقات ترسره کوي، د سیمو ستونزي تشخیصوي او د کروندګرو او مالدارانو سره د مسلکي مشورو، تخنیکي لارښوونو او علمي حل‌لارو په وړاندي کولو کښي مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه چي د پوهنتون علمي ټیم په دوامداره توګه د ساحوي سروېګانو، څېړنو او علمي پروژو له لاري د کرني او مالدارۍ د پرمختګ لپاره کار کوي او د خلکو ستونزو ته عملي او علمي حل لاري وړاندي کوي. پوهنمل احمدي د علم د ارزښت په اړه د پرمختللو هیوادونو د تجربو یادونه هم وکړه او څرګنده یې کړه چي د هر هیواد پرمختګ د علم، څېړنې او نوښت پر بنسټ ولاړ وي. هغه وویل که موږ غواړو چي افغانستان د پرمختګ په لور حرکت وکړي، باید په علم ځانونه سمبال کړو، لوړو زده کړو ته دوام ورکړو او د تخصص په ترلاسه کولو کښي جدي هڅه وکړو. نوموړي ټینګار وکړ چي د علمي کچي لوړول نه یوازي د فردي پرمختګ سبب کېږي، بلکي د ټولني د اقتصادي، علمي او تخنیکي ودي لپاره هم حیاتي ارزښت لري. هغه محصلینو ته سپارښتنه وکړه چي د لیسانس تر کچي بسنه ونه کړي، بلکي د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړو ته دوام ورکړي او د هیواد د پرمختګ لپاره د تخصص خاوندان سي.

د يادوني وړ ده چي له نېکمرغه پوهنتون وکولای سول چي لسګونو فارغینو ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائيد سوي اصلي ډیپلومونه او ټرانسکریپټونه په رسمي ډول توزیع کړي. د اسنادو د وېش پروسه د خوښۍ، ویاړ او احساساتي شېبو ډکه وه، ځکه محصلینو د څو کلونو زحمت، هڅو او علمي مبارزې پایله په خپلو لاسونو کښي ترلاسه کوله. د کورنیو، استادانو او د پوهنتون د رهبرۍ حضور دې شېبو ته لا زیات درنښت او ارزښت ورکاوه، او د فارغینو د راتلونکښي علمي او مسلکښي سفر لپاره یې د ملاتړ فضا رامنځته کړه.
په پای کښي د دعا په ویلو سره غونډه پای ته ورسېده، چې د محصلینو د بریاوو، د پوهنتون د لا پرمختګ، د هیواد د سوکالۍ او د اسلامي نظام د ثبات لپاره دعاګاني وسوې. په دې توګه د ۱۴۰۵ لمریز کال د شپږمي دورې د لیسانس محصلانو د فراغت مراسم په بریالیتوب سره بشپړ سول.
۱۴۰۵/۰۴/۱۷
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت
 

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۵۸
Background image

د اناسټو پوهنتون د شپږمې دورې د لیسانس محصلانو د فراغت غونډه تر سره سوه.


د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کښي د ۱۴۰۵ لمریز کال د شپږمي دورې د لیسانس محصلانو د فراغت غونډه د پوهنتون په عمومي د غونډو تالار کښي ترسره سوه. چي پکښي د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۶
Background image

د وترنري علومو پوهنځۍ د پای لیکونو د دفاع پروګرام تر سره سو.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د وترنري علومو پوهنځي د اخري کال محصلینو د پای لیکونو دفاع پروګرام د پرمختیایي او مسلکي مرکز د غونډو په تالار کي د لارښود. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۳۴
Background image

د علمي برنامو د دوره یي بیا کتني او کلني څار ورکشاپ وړاندي سو.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د علمي برنامو د دوره يي بیا کتني او کلني څار ورکشاپ د کیفیت لوړاوي آمریت له لوري د مسلکي او پرمختیایي مرکز د غونډو په. . .

BACK TO NEWS