د اناسټو پوهنتون د تدریسي مدیرانو ستاینغونډه  تر سره سوه.

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۲۷
ستاینغونډه

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د محصلانو معاونیت له لوري د تدریسي مدیرانو ستاینغونډه په ریاست مقام کي ترسره سوه. چي پکښي د پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو مرستیال او د پوهنځیو محترمو رئیسانو ګډون درلود او غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه.

د غونډي موخه د تدریسي مدیرانو د غوره کارکردګۍ ستاینه وه، په همدې تړاو د پوهنتون رئیس مولوي شبیر احمد عباس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ خپله پیلیزه وینا وکړه. هغه د نوموړو مدیرانو هڅي وستایلي او زیاته یې کړه چي د ښه کارکوونکي ستاینه نه یوازي د هغه د هڅو قدر دی، بلکي د نورو لپاره د هڅوني او د لا ښه کار کولو الهام هم ګڼل کېږي. نوموړي په خپلو خبرو کي وویل چي له تېرو تېروتنو څخه باید زده کړه وسي او د راتلونکو کارونو په ترسره کولو کي لا زیاته توجه او دقت وکارول سي، څو د پوهنتون علمي او اداري چاري په لا ښه ډول پر مخ ولاړي سي.

وروسته د تدریسي مدیرانو د غوره کارکردګۍ د قدردانۍ په موخه ستاینلیکونه او نقدي جایزې ورکړل سوې. یادي جایزې د هغوی د صادقانه هڅو او د مسؤلیتونو د بریالۍ ترسره کولو په ستاینه کي وړاندي سوې، څو د لا زیاتو هڅو او د کیفیت د لوړولو لپاره د هغوی هڅونه وسي. د ستاینلیکونو او نقدي جایزو وېش د دې څرګندونه وه چي د ښه کارکوونکي هڅي بې ارزښته نه پاته کېږي، بلکي په رسمي ډول تقدیرېږي او د نورو لپاره د الهام سرچینه ګرځي.
په پای کي غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.


د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

۱۴۰۵/۰۴/۲۴

تازه خبرونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS