د «ښه رهبر (مسئول) او د ښه مدیر مسئولیت په اسلامي نظام کي» په نوم سیمینار وړاندي سو

admin@anastu
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۶:۵۶
Image


د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د دعوت او ارشاد آمریت، د ياد پوهنتون استادانو او کارکوونکو ته، د «ښه رهبر (مسئول) او ښه مدیر مسئولیت په اسلامي ټولنه کي» په نوم يو ورځنی سیمینار وړاندي کړ.

سيمينار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سو؛ په سر کي د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي سلیم صاحب، ټولو ته ښه راغلاست ووايه او د موضوع په اړه ئې هر اړخيزه تفصیلي او علمي وینا وکړه. هغه وويل: ښه رهبر هغه څوک دئ، چي د اسلامي نظام داستحکام  لپاره او د ښو اخلاقو، د خلکو د خدمت روحیې او د عدالت پر معیارونو سمبال يي، آمر، معاون، مدیر او په ټولنیزه توګه هر هغه څوک، چي تر لاس لاندي کسان لري، باید په خپلو چارو کي پوره شفقت، مینه، همدردي، پاک‌نیتي او د کارونو پر وړاندي بشپړه وفاداري ولري او هر مسئول کس په خپله وظیفه کي د امیرالمؤمینین حفظه الله تعالي نمائنده دئ.
 
هغه د قرآن کریم د آياتو، د رسول الله ﷺ د مبارک حديثونو او د صحابه کرامو رضی‌الله‌عنه د سیرت اودفقهاؤ داقوالو پر بنسټ د رهبرۍ اساسي اصول تشریح کړل، چي په خبره ئې؛ عدل، انصاف، امانت‌دارۍ، نرمښت، د خلکو د ستونزو درک او د مسئولیت احساس د یو اسلامي رهبر بنسټیزي ځانګړني دي؛ که رهبران د عدل او امانت پر بنسټ رهبري وکړي، ټولنه به په معنوي، اخلاقي او ټولنیزو برخو کي له سوکالۍ او ثبات څخه برخمنه سي او د اسلامي امارت داستحکام له پاره د ستر مسئولیت ادائنه ده.

د سيمينار په وروستيو کي د ګډونوالو و پوښتنو ته هر اړخیز جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د اناسټو پوهنتون او کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت ترمنځ د همکارۍ ګډه ناسته ترسره سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) او کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت ترمنځ د متقابلي پېژندني، علمي او څېړنیزي همکارۍ د پراختیا او ګډو فعالیتونو د ترسره کولو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

BACK TO NEWS