اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.

admin@anastu
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۲:۲۲
ANASTU

اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.
نن يکشنبه ۱۴۴۶/۲/۲۱ نېټه دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج سيد محمد داؤد آغا هاشمي په مشري جوړه سوه.
په غونډه کي دپوهنتون مرستيالانو ، د پوهنځيو رئیسانو، مشرانو استادانو او آمرينو ګډون کړي وو
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل سول. ښاغلي هاشمي د غونډي گډونوالوته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه خوشحاله یم چي يو ځل بيا د پوهنتون د بهبود او ستونزو دحل په موخه دهمدې نهاد دعلمي کادرونو سره ګډون لرم. 
وروسته داجنډا سره سم د تيرو کړنو په تعقیب، د تقرر او علمي ترفيعاتو د اسنادو په کتنه، د ماستري برنامو د نوم ليکني د وخت پر تمديد، د ماستری برنامي لپاره د نوي فارغ سويو محصلينو پر ثبت نام او يو شمېر متفرقه مسائلو مفصل بحث او لازمي پريکړې و سوې.
په پای کي غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده. 
۱۴۴۶/۲/۲۱.                   ۱۴۰۳/۶/۴ 
دنشراتو آمريت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS