اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.

anastu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۱۶
ANASTU

اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.
دافغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون دعلمي شورا غونډه نن يکشنبه دپوهنتون د رئیس الحاج سيد محمد داؤد آغا هاشمي په مشري جوړه سوه.
په غونډه کي دپوهنتون مرستيالانو ، د پوهنځيو رئیسانو، مشرانو استادانو او آمرينو ګډون کړي وو
غونډه دقرآن کریم دڅو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل سول. ښاغلي هاشمي دغونډي گډونوالوته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه خوشحاله یم چي يو ځل بيا دپوهنتون د بهبود او ستونزو دحل په موخه دهمدې نهاد دعلمي کادرونو سره ګډون لرم، ورپسې يې د امارتي پوهنتونونو د رئيسانو سره د وزارت مقام د ليدني، د وزارت محترم مقام سره دپوهنتون د ستونزو/ وړانديزونو د شريکولو، د پوهنتون اړوند د پرمختيايي ملي شرکت سره د ليدنې، د نړيوال اسلامي پوهنتون سره د هوکړه ليک د لاسليکولو اړوند معلومات د ګډونوالو سره شريک کړل 
وروسته داجنډا سره سم د تيرو کړنو په تعقیب باندي لنډ بحث وسو او د علمي ترفيعاتو او انفکاک اسنادو په کتنه او تائيد، د ماستري برنامو د نوم ليکنې دوخت په تمديد، د ماستري برنامو د دايريدو پر وخت، دکيفيت د لوړاوي د لومړي پړاو د بريا پر لمانځغونډه، داستادانو پر تبديلی او يو شمير متفرقه مسايلو مفصل بحث او لازمي پريکړې و سوې. او همدارنګه د نهاد د ارزوني پايلي د ګډونوالو سره شريکي سوې.
په پای کي غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.
۱۴۴۶/۱/۲۲.                                    ۱۴۰۳/۵/۷
دنشراتو آمريت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

داناسټو پوهنتون د کيفيت د لوړاوي کميټې غونډه جوړه سول

د۱۴۴۶/۹/۱۷ د دوشنبه په ورز دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د کيفيت د لوړاوي کميټې غونډه د علمي چارو د مرستيال پوهنيار ثناءالله ارغستاني په مشري په داسې حال کي جوړه سول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۱۳
Background image

په اناسټو پوهنتون کې د تضمین کیفیت د دویم پړاو غونډه ترسره شوه

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم الحرام په ۱۰مه نېټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د امام بخاري رحمه الله تالار کې د تضمین کیفیت د دويمې مرحلې نوبتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۲:۲۲
Background image

اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.

اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.
نن يکشنبه ۱۴۴۶/۲/۲۱ نېټه دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج سيد محمد داؤد آغا هاشمي. . .

BACK TO NEWS