د ۲۸ مي ګڼي فرمان د ابلاغ په موخه علمي ناسته تر سره سوه.

admin@anastu
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۵۷
ځنګل

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښي د ۲۸ مي ګڼي فرمان مطابق، د ځنګلونو د ساتني او غیر قانوني قطع کولو د مخنیوي اړوند علمي ناسته د کیفیت لوړاوي د غوڼدو په تالار کښي، د مسلکي او پرمختیايي مرکز آمر ښاغلي پوهنمل شیرمحمد وفا صاحب له لوري تر سره سوه، چي موخه يې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځنګلونو د ساتني او غیر قانوني قطع کولو د مخنيوي په اړه د ۲۸ مي ګڼي فرمان ابلاغ و. په دې ناسته کښي د پوهنځیو رئيسانو او ټولو استادانو ګډون درلود او د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه.

 

ورپسې ښاغلي وفا صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست او منني وروسته د ۲۸مي ګڼي فرمان په هکله مفصل بیان تر سره کړ، نوموړي د دې فرمان د څلورو مادو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل  او څرګنده یې کړه چي موږ او تاسي مکلف يو د ځنګلونو د ساتني، غیر قانوني قطع کولو د مخنیوي او طبیعي منابعو د خونديتوب په برخه کښي خپل شرعي او قانوني مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کړو. همدارنګه نوموړي د ځنګلونو د پېژندني او د هغوی د ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. هغه وویل چي ځنګلونه د طبیعت ستره شتمني ده چي د ژوندانه د توازن اساسي برخه جوړوي. او زیاته یې کړه چي د ځنګلونو ارزښت له اقتصادي، محافظوي، روغتیايي او حتی نظامي پلوه هم ډېر لوړ دی. ښاغلي وفا صاحب د اسلام له نظره د ځنګلونو د ساتني ارزښت ته په اشارې وویل چي د الله تعالی د مخلوقاتو د حفاظت، د فساد د مخنیوي او د عامه شتمنیو د خونديتوب امر سوی دی او د ځنګلونو ساتنه یو شرعي مسؤلیت دی چي هر مسلمان یې باید په اخلاص سره ترسره کړي. نوموړي څرګنده کړه چي د ځنګلونو ساتنه یوازي د دولت او ادارو مسؤلیت نه دی، بلکي ټولنه هم باید په دې برخه کښي خپل رول ترسره کړي.

 

وروسته یې د افغانستان او نړۍ د ځنګلونو وضعیت ته لنډه کتنه وکړه او زیاته یې کړه چي په نړۍ کښي تر ټولو ډېر ځنګلونه لرونکي هېوادونه روسیه، برازیل، کاناډا، امریکا او چین دي، چي یوازي همدغه پنځه هېوادونه د نړۍ نیمایي ځنګلونه لري. د دې تر څنګ یې د افغانستان د ځنګلي سيمو په یادونه کښي وويل چي نورستان د افغانستان تر نورو سیمو پراخ ځنګلونه لري. نوموړي وویل چي د اقلیم بدلون، صنعتي پراختیا او د نفوس زیاتوالی د ځنګلونو د کمېدو لوی عوامل دي، او د نړۍ د چاپېریال او روغتیا لپاره یې جدي خطرونه رامنځته کړي دي او څرګنده يې کړه چي د لرګیو قاچاق نه یوازي په افغانستان کښي د ځنګلونو د له‌ منځه ‌تلو اصلي لامل دی، بلکي په نړۍ کښي هم د لرګیو قاچاق یوه جدي ستونزه ده.

 

په پای کښي یې د دې فرمان د تطبیق په اړه وویل که ۲۸ مه ګڼه فرمان په جدي توګه تطبیق نه سي، د هېواد طبیعي منابع به له نابودۍ سره مخ سي. هغه ټینګار وکړ چي د ځنګلونو ساتنه نه يوازي د دولت او ادارو مسؤلیت دی، بلکي د ټولني ګډه دنده ده. همدارنګه یې د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل، د یاد فرمان د تطبیق اړوند څرګندوني، وړاندیزونه او نظریات تبادله سول او یاده علمي ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

۱۴۰۵/۰۴/۲۹

تازه خبرونه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۸
Background image

اناسټو پوهنتون کښي د محصلانو د ظرفیت لوړوني په موخه د انګلیسي ژبي کورس پیل سو.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښي د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړوني په موخه، د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلي میاشتې پر ۱۸مه، د انګلیسي ژبي کورس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۷
Background image

اناسټو پوهنتون کې د رواني ستونزو د حل لارو او مشورې ورکولو مهارتونو په اړه سمینار وړاندې سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) محصلانو ته د «رواني ستونزو د حل لاري او د مشورې ورکولو مهارتونه» تر سرلیک لاندې سمینار د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلي میاشتي پر ۱۶مه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په اناسټو پوهنتون کي د ساري ناروغیو، حفظ الصحې او لومړنۍ مرستي په اړه د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو

افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د کارکوونکو چارو آمریت اړوند د ارتقاء ظرفیت او اجرااتو ارزونې عمومي مدیریت او د داخلي اړیکو آمریت په مرسته، د عامې روغتیا ریاست. . .

BACK TO NEWS