د غذایي امنيت او مصئونیت ملي کنفرانس لومړۍ ورځ

anastu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۲۰:۱۵
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د غذايي امنيت او مصئونیت ملي کنفرانس لومړۍ ورځ په خورا شانداره مراسمو سره تر سره سول، په یاده غوڼده کي د هيواد له ګوټ ګوټ څخه علماء کرامو، استادانو، څېړونکو او مسؤلینو ګډون درلود. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو اياتو په تلاوت سره پیل سوه. ورپسې پوهنمل ډاکټر حسين محمدي پر غذايي امنيت او مصئونیت باندي د افغانستان د اقلیمي تغيراتو د تاثیراتو ترعنوان لاندي مقاله وړاندي کړل

په همدې ترتیب سره پوهندوی سیداحمد سیدي د لږ لګښت دغذايي توکو د کمښت په خوار ځواکۍ کي د غنمو وړو د بډايني ترعنوان لاندي مقاله وړاندي او وروسته د ګډنوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل

ورپسې د اناسټو پوهنتون محترم رئیس الحاج مولوي سيد محمد داود آغا الهاشمي صاحب مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ علمي وينا وکړل مولوي آغا صاحب غذايي امنيت او مصئونیت د قرآن او حدیثو په رڼا کي مفصل تشريح کړی او زیاته یې کړل چي د اسلامي امارت په راتللو سره غذايي امنيت او مصئونیت تر ډېره تکمیل سوۍ او لاهم کار پر روان دی څو عامي روغتیا وزارت، د خوړو او درملو اداره او کرهڼي وزارت د خلګو د غذايي امنيت او مصئونیت په اړه پوره تفکر وکړي څو هيوادوالو ته صحي غذا تهیه کړي وروسته د څېړنو مرستيال پوهنمل دوکتور شریف الله شریفي صاحب د کنفرانس د پېژندني او اړتيا اړوند مفصل معلومات وړاندي کړل. د ویناوو په دوام د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس مولوي انعام الله سمنګاني صاحب د موضوع اړوند خپل معلومات شريک کړل وروسته د کندهار ولايت علماء شورا په نمایندګی مولوي محمد عمر خطابي صاحب او د کندهار د حج اوقافو رئيس شيخ الحدیث مولوي عبدالبصیر فائز صاحب او همدارنګه د افغانستان د جهادي مدرسو عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي عبد الواحد طارق صاحب او د همدې مدرسې مهتمم شيخ الحدیث سرور شاه آغا صاحب هم د یادي موضوع په هکله اسلامي او ديني معلومات وړاندي کړل په پای کي د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي ندامحمد نديم دخپل وينا پر مهال د خوښۍ په څرګندولو سره وويل د غذايي امنيت او مصئونیت مطلب د انسانيت ساتنه ده، د اشغال په وخت کي افغانستان ته داسي بې کيفيته واردات راتلل چي هيڅ غذايي امنيت او مصئونيت پکښي پاملرنه نه کېده خو اوس الحمدلله اسلامي نظام قایم دی دنورو ترڅنګ په دې برخه کي هم جدي اقدامات ترسره کېږي هغه استادانو ته په خطاب کي وويلچې نظام ستاسو مشورو او نظرونو علمي کولو ته ژمن دی او تاسو په بېلا بېلو کرنیزو، د علم پرمختګ، امنیت، د افغانستان د دفاع، طب او نورو برخو کې څېړنې وکړئ او ګټور نظرونه له اسلامي نظام سره شریک کړئ.

محترم شیخ صاحب همداراز وویل، چې افغانستان ته الله تعالی داسې رهبري ورکړې، چې د هېچا غلامي نه کوي او د شریعت په پلې کولو ځان مسؤل ګڼي. همدارنګه له علماوو او استادانو یې غوښتنه وکړه، چې د خلکو او محصلینو فکري روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

وروسته د لومړی ورځي غونډه د دعا په ویلو سره پائ ته ورسېده

د غرمې د ډوډي خوړولو او لمانځه څخه وروسته د اناسټو پوهنتون په انګړ کي د استادانو د څېړنیزو پوسټرونو پروګرام او نندارتون جوړ سوو. استادانو او څېړونکو د ټولو ګډونوالو سره خپلي ‎څېړني شریکي کړي.

دیادوني وړ ده چي ياد کنفرانس به دوې ورځي نور هم دوام ولري.

۱۴۰۴/۸/۱۰

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د انسټو پوهنتون نوي رئيس د اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وکړه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د ياد پوهنتون نوي رئيس مولوي شبير احمد عباس صاحب د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته وکړه.

یاده ناسته چي د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د انسټو پوهنتون نوي مالي او اداري مرستیال د یاد معاونيت د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته وکړه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د مالي او اداري چارو نوي مرستیال، محترم روح‌الله مشال صاحب، په خپل کاري دفتر کي د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د انسټو پوهنتون نوي رئيس د یاد پوهنتون له استادانو سره د همږغۍ ناسته وکړه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د ياد پوهنتون نوي رئيس مولوي شبير احمد عباس صاحب د پوهنتون له استادانو سره د همږغۍ او همکارۍ ناسته وکړه 
یاده ناسته چي شروع یې د. . .

BACK TO NEWS