د اناسټو پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه ٧٥ محصلان فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول

admin@anastu
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۱:۵۴
Image

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د (نباتي، حيواني، وترنري، کرنیز اقتصاد او توسعي) پوهنځيو څخه ٧٥ تنه محصلان فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول، چي په همدې موخه یاد پوهنتون د فراغت شانداره مراسم ورته جوړ کړي ول، چي پر مهال ئې، د اناسټو پوهنتون محترم د رهبرۍ غړي، د کندهار د کرهڼي ریاست محترم رئیس، د کندهار د بهرنيو اړيکو رياست محترم رئیس، د بېلابېلو خصوصي ادارو قدرمن مسئولان، محترم علماءکرام، د فارغانو د کورنيو غړي، د پوهنځیو رئیسان او مېلمانه حاضر ول.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پېل سوه.

ورپسې د اناسټو پوهنتون محترم رئیس سید مولوي محمد داود آغا الهاشمي صاحب پرانیستې وینا وکړه جناب مولوی آغا صاحب وویل چې علم دوه اړخونه لري: دینی او عصري، چې د دواړو زده کړه اړینه ده. دینی علم د دیني عمل لپاره، او عصري علوم د خلکو د ژوند اړتیاوو لکه خوراک، لباس، مسکن، درملنه، سړکونو او دفاعي وسایلو لپاره ضروري دي.

هغه وویل چې باید ماشومان د دینی علم لپاره جوماتونو او مدرسو ته او د عصري علم لپاره ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولېږل شي. ددې ترڅنګ آغاصاحب اناسټو پوهنتون د ټولو هیوادوالو لپاره د یوې باوري علمي سرچینې په توګه یاد کړ چې پکې وړ استادان او یو خدمتګاره رهبري شتون لري.

محصلینو ته یې د ولس په خدمت، له علماوو سره د اړیکو په ساتلو، د لمانځه، مسجد او جماعت پابندۍ، ښه اخلاقو او د اسلامي نظام د ملاتړ سپارښتنه وکړه.

همدارنګه یې د لوړو زده کړو دمحترم وزیر الحاج شیخ الحدیث مولوي ندامحمد نديم صاحب سلامونه او پیغام محصلانو ته ورسوۍ او د وزیر له لوري یې د ماستري او دوکتورا تر کچي د زدکړو د زمینو برابرولو تعهد څرګند کړ.

وروسته د کندهار د بهرنيو اړيکو رئیس شیخ‌الحدیث مولوي فضل الحق صاحب وینا وکړه او فارغینو ته ئې د راتلونکي له پاره د لا بریاؤ هیله څرګنده کړه

ورپسې د کندهار د زراعت ریاست رئیس محترم مولوي عبدالرشید منیب صاحب هم خپله ارزښتناکه وینا وکړه او فارغانو ته ئې د زده کړو د بشپړېدو مبارکي ورکړه

همدارنګه د پوهنتون له استادانو څخه پوهاند سید محمد کبیر مین صاحب د استادانو په استازولۍ محصلانو ته د ژوند او کار په اړه مهمي سپارښتني وکړې او له محصلانو ئې وغوښتل چي خپلو زده کړو ته لا ادامه ورکړي.

وروسته د فارغانو اسنادونه ووېشل سول او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۴/۷/۱

نشراتو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اناسټو پوهنتون د تدریسي مدیرانو ستاینغونډه  تر سره سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د محصلانو معاونیت له لوري د تدریسي مدیرانو ستاینغونډه په ریاست مقام کي ترسره سوه. چي پکښي د پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو مرستیال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۵۸
Background image

د اناسټو پوهنتون د شپږمې دورې د لیسانس محصلانو د فراغت غونډه تر سره سوه.


د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کښي د ۱۴۰۵ لمریز کال د شپږمي دورې د لیسانس محصلانو د فراغت غونډه د پوهنتون په عمومي د غونډو تالار کښي ترسره سوه. چي پکښي د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۶
Background image

د وترنري علومو پوهنځۍ د پای لیکونو د دفاع پروګرام تر سره سو.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د وترنري علومو پوهنځي د اخري کال محصلینو د پای لیکونو دفاع پروګرام د پرمختیایي او مسلکي مرکز د غونډو په تالار کي د لارښود. . .

BACK TO NEWS