اناسټو پوهنتون او افغان بېسیم د همکارۍ په اړه ناسته وکړه

admin@anastu
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۴۹
Image

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون دوه کسیز پلاوي د چهارشنبې په ورځ (۱۹/۶/۱۴۰۴هـ ش) د افغان بیسیم د جنوب‌غرب زون د رئیس ښاغلي نثار احمد رحیمي په دفتر کي د اجنډا مطابق مهمه غونډه وکړه.

په پیل کي ښاغلي رحیمي د پوهنتون پلاوي ته هرکلی ووایه او د پوهنتون د علمي او ملي خدمتونو ستاینه یې وکړه. ورپسې د اړیکو او انسجام مرستیال پوهنیار فرید احمد ولي د پوهنتون د تاریخچې، لیرلید، استادانو او محصلینو په اړه مفصل معلومات وړاندي کړل او د څلورو مهمو برخو لپاره یې د افغان بيسیم همکارۍ وغوښتله:

۱️⃣ د پوهنتون د دوو لویو دروازو جوړول او نصب

۲️⃣ د ملي کنفرانس د مالي ملاتړ برخه

۳️⃣ د استادانو او کارمندانو لپاره د ځانګړو سیمکارډونو ستونزو حل

۴️⃣ د نوو استادانو او کارمندانو لپاره د تخفیفي سیمکارډونو برابرول

ښاغلي رحیمي د همکارۍ ډاډ ورکړ او وویل چي افغان بېسیم د ټولنیزو خدمتونو ترڅنګ د تعلیم، سپورټ او چاپېریال په برخه کي هم خپل حضور لري. هغه څرګنده کړه چي د دروازو جوړول او د کنفرانس مالي ملاتړ به د راتلونکي (۲۰۲۶م) کال د بودجې له مخې عملي کړي، خو د سیمکارډونو ستونزي به ژر تر ژره حل او نوي سیمکارډونه به د اړتیا پر اساس برابر کړي.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

1404/6/29

نشراتو امريت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د اناسټو پوهنتون او کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت ترمنځ د همکارۍ ګډه ناسته ترسره سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) او کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت ترمنځ د متقابلي پېژندني، علمي او څېړنیزي همکارۍ د پراختیا او ګډو فعالیتونو د ترسره کولو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

BACK TO NEWS