په اناسټو پوهنتون کي د دائرېدونکي (غذایي امنیت او مصؤنیت ملي کنفرانس) تدابیري ناسته وسوه
د افغانستان دکرهنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د غوڼدو په تالار کي د دائرېدونکي (غذایي امنیت او مصؤنیت ملي کنفرانس) تدابیري ناسته وسوه، چي په دې ناسته کي د پوهنتون محترم رئيس جناب سيد مولوي محمد داود آغا الهاشمي صاحب په ګډون د پوهنتون مرستیالان، او ځني استادان حاضر ول.
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، وروسته محترم مولوي آغا صاحب د ناستي ګډونوالو ته مهمه علمي وينا وکړه او وې ويل: چي غذايي امنيت مصونيت ملي کانفرانس معنی او مطلب د علم اشاعت، دغذايي امنيت او مصؤنیت دئ، دغه ملي کانفرانس له لاري استادان کولاي سي خپلي مقالې څېړني لاسته راوړنې او علمي آرزوني له ګډنوالو سره شريکي کړي ترڅو ملت او وطن ئې له ګټو څخه مستفيد سي، ددې ترڅنګ مولوي آغاصاحب هغو استادانو کارمندانو ته، چي په کانفرانس کي مسئولیت ور له غاړي سوی دئ، دښه مسئولیت ادا کولو سپارښتنه وکړه او ددې آيات کريمه (تعاونوعلی البر والتقوی) تر عنوان لاندي د خير او پرهېزګارۍ دعوت ورکړی.
وروسته داناسټو پوهنتون د څېړنو مرستيال معاون دوکتور شريف الله شريفي صاحب، چي دهمدغه کنفرانس عمومي مسئولیت په غاړه لري؛ ګډونوالو ته د کنفرانس علمي او تخنيکي معلومات وړاندي کړل .
په پای کي ناسته دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده
1404/7/30
نشراتو او عامه اړيکو آمریت
