د علماؤ شورا نوبتي غونډه تر سره سوه.

admin@anastu
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۴
علماء شورا

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د علماؤ شورا درېیمه نوبتي غونډه د پوهنتون د رئیس محترم مولوي شبیر احمد "عباس" په مشرۍ، د پوهنتون په ریاست مقام کي ترسره سوه، چي د شورا ټولو غړو پراخ ګډون درلود او د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه.

د پرانیستي په وینا کي د پوهنتون محترم رئیس مولوي شبیر احمد "عباس" صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه چي د پوهنتون د نصاب، کتابتون او علمي آثارو دقیقه کتنه د علماء کرامو د شورا د اساسي دندو څخه ده او باید جدي توجه وسي. رئیس صاحب ټینګار وکړ چي د نصاب او علمي آثارو آرزونه د مذهبي، عقیدوي او اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم تر سره سي او هر هغه نیمګړتیاوي يا مخالفت چي په کتابونو او موادو کي موجود وي باید په نښه او د له منځه وړلو لپاره یې لازم اقدامات وسي.

وروسته د تيري غونډي د پرېکړو پر اساس د تر سره سوو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندي سو. همدارنګه د علماء کرامو له لوري د کتل سوو کتابونو او په هغوی کي د وړانديز سوو اصلاحاتو په اړه بحث تر سره سو او پرېکړه وسوه چي تائيد سوي اصلاحات دې په کتابونو کي عملي سي. هغه علمي آثار چي د شورا له لوري ارزول سوي وه، راپور یې وړاندي سو او د اړینو اصلاحاتو وروسته تائيد سول.

دغه راز پرېکړه وسوه چي د کتابتون د کتابونو د تنظیم او ډېټابیس جوړولو لپاره به د علمي معاونیت له لوري استادان وټاکل سي، څو د کتابتون د موجوده ستونزو د حل او کاري اړتیاوو لپاره يو منظم پلان عملي سي.

په پای کي پر يو شمېر متفرقه موضوعاتو هم بحث وسو، د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه واورېدل سوه، اړيني پرېکړي ترسره سوې او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۵/۰۳/۲۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۴
Background image

د علماؤ شورا نوبتي غونډه تر سره سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د علماؤ شورا درېیمه نوبتي غونډه د پوهنتون د رئیس محترم مولوي شبیر احمد "عباس" په مشرۍ، د پوهنتون په ریاست مقام کي ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۰
Background image

د وروستي سميسټر محصلینو سره معلوماتي غونډه ترسره سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د محصلانو چارو معاونیت له لوري د وروستي سمېستر له محصلینو سره معلوماتي غونډه ترسره سوه، چي پکښي د وروستي سمېستر ټولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۸
Background image

د امیرالمؤمنین حفظه الله "د اهل سنت والجماعت عقیده" کتاب د درس لړۍ پیل سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د «اهل سنت والجماعت عقیده» کتاب د تدریس لړۍ د. . .

BACK TO NEWS