د اناسټو پوهنتون محصلانو د عملي زدکړو په موخه د کندهار د وړیو اوبدلو فابریکې څخه لیدنه وکړه.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۴:۲۱
د اناسټو پوهنتون محصلانو د عملي زدکړو په موخه د کندهار د وړیو اوبدلو فابریکې څخه لیدنه وکړه.

 د سه شنبې  په ورځ ۷/۱/۱۴۴۵هــ ق  نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د حیواني علومو پوهنځي د مالدارې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو د ښاغلي نوماند پوهنیار حمدالله حمیدي په ملتیا د نظري او عملي زدکړو په موخه د کندهار د وړیو اوبدلو فابریکې څخه لیدنه وکړه.
یاده فابریکه  چې مرینوس پسونو، محلي پسونو، اوښانو،  انګورا وزو، عادي وزو او نورو حیواناتو  له وړیو او ویښتانو څخه په جلا او ګډ شکل استفاده کوي د کندهار ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې د کندهار کابل لويې لارې په څنګ کې  موقعیت لري، د اناسټو پوهنتون د حیواني علومو پوهنځي، د الوتونکو، ماهیانو او شاتو مچیو روزنې څانکې استاد نوماند پوهنیار حمدالله حمیدي او د فابریکې د دوه تنه مسلکي کارمندانو له لوري د د علمي ظرفیت لوړونې په پارد فابریکې جوړولو، تولید، کیفیت،د تولید شویو تیکو (وړینو پارچو) کیفیت کتنه، وړینو پارچو پریمنځل، تیکو ته پت ورکول، اوتو کول، بسته بندي کول، ذخیره کولو او همدارنګه د پروسس اړوند ماشینرۍ اړوند لکه وړیو ذخيره کول، تيارول، منځل، درجه بندي، ترتيبول، وچول، غوړول، رنګول، او بدلو په اړه محصلانو ته په عملي ډول هر اړخیز معلومات ورکول سوه.
د عملي زده کړي په پای کي د مالدارې څانګې محصلینو د نوماند پوهنیار حمدالله حمیدي څخه مننه وکړه، چي د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي  زده کړو زمینه راته برابره کړه او غوښتنه یې وکړه، چي دا ډول علمي سفرونه دي ډیر سي تر څو محصلین نور هم تشویق سي.

تازه خبرونه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

داناسټو پوهنتون د کيفيت د لوړاوي کميټې غونډه جوړه سول

د۱۴۴۶/۹/۱۷ د دوشنبه په ورز دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د کيفيت د لوړاوي کميټې غونډه د علمي چارو د مرستيال پوهنيار ثناءالله ارغستاني په مشري په داسې حال کي جوړه سول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۱۳
Background image

په اناسټو پوهنتون کې د تضمین کیفیت د دویم پړاو غونډه ترسره شوه

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم الحرام په ۱۰مه نېټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د امام بخاري رحمه الله تالار کې د تضمین کیفیت د دويمې مرحلې نوبتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۲:۲۲
Background image

اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.

اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.
نن يکشنبه ۱۴۴۶/۲/۲۱ نېټه دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج سيد محمد داؤد آغا هاشمي. . .

BACK TO NEWS