د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو ته د پاڼه رژونکو میوو د مضمون په اړه عملي زدکړه ورکول سوه.

anastu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۶
د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو ته د پاڼه رژونکو میوو د مضمون په اړه عملي زدکړه  ورکول سوه.

 د سه شنبې په ورځ ۱۴/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د هارټیکلچر څانګې د څلورم ټولګي زدکړیالانو د ښاغلي پوهنیار محمدادریس داوري په ملتیا، د پاڼه رژونکو میوو د مضمون په اړه نظري او عملي زدکړو په موخه د څیړنیز فارم څخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه، چې موخه يې د زدکړیالانو علمی ظرفیت لوړونه وه، د نباتي علومو پوهنځي د هارټیکلچر څانګې استاد پوهنیار محمد ادریس له لوري  د پاڼریژي میوو دونو د ډولونو، د باغونو ډیزاین، د ونو د نهال ایښودلو د اندازې، د مرضونو، او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه محصلانو ته په عملي ډول هر اړخیزه معلومات ورکړل. 
د هارټیکلچر څانګې محصلینو د عملي زده کړي څخه خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه، چي د دا ډول عملي کارونو لړۍ دي لا پراخه  سي.
د نشراتو امریت
۱۴/۱/۱۴۴۵
۱۰/۵/۱۴۰۲

تازه خبرونه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

داناسټو پوهنتون د کيفيت د لوړاوي کميټې غونډه جوړه سول

د۱۴۴۶/۹/۱۷ د دوشنبه په ورز دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د کيفيت د لوړاوي کميټې غونډه د علمي چارو د مرستيال پوهنيار ثناءالله ارغستاني په مشري په داسې حال کي جوړه سول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۱۳
Background image

په اناسټو پوهنتون کې د تضمین کیفیت د دویم پړاو غونډه ترسره شوه

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم الحرام په ۱۰مه نېټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د امام بخاري رحمه الله تالار کې د تضمین کیفیت د دويمې مرحلې نوبتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۲:۲۲
Background image

اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.

اناسټو پوهنتون کي د علمي شورا غونډه جوړه سوه.
نن يکشنبه ۱۴۴۶/۲/۲۱ نېټه دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج سيد محمد داؤد آغا هاشمي. . .

BACK TO NEWS