د اناسټو پوهنتون د روان کال د دوهم سميستر د نهايي ازموينو بهير پیل سو

admin@anastu
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۱:۲۲
Exam

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د تدريسي بهير د پای ته رسېدو او د آزمويني کمېټې د پرېکړي سره سم، د اناسټو پوهنتون د ۱۴۰۵ ل. کال د دوهم سميستر نهايي ازمويني نن دوشنبه چي د غبرګولي مياشتي ۱۸ مه نېټه ده، پيل سوې، چي پر مهال يې د اناسټو پوهنتون محترم رئيس مولوي شبیر احمد "عباس" صاحب د يادو آزموينو د ټولو صحنو څخه د شفافیت، نظم او د محصلینو د تیاري کچي ارزولو په موخه لیدنه وکړه او د آزموینو بهير يې له نږدې وڅاره.

يادي آزمويني به د لوړو زده کړو د هدایت او طرحي سره سم او د اناسټو پوهنتون د آزمويني کمېټې د پلان مطابق څلور اونۍ دوام وکړي او د پوهنتون د رهبرۍ له لوري به د دقت او شفافیت په موخه وخت په وخت وڅارل سي.

۱۴۰۵/۰۳/۱۸

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۳۴
Background image

د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ غونډه تر سره سوه

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ (۳مه) ګڼه غونډه، د پوهنتون د رئيس مولوي شبیراحمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۲۴
Background image

د رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره سوه

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د رهبري شورا درېیمه ګڼه غونډه د پوهنتون د رئیس محترم مولوي شبیر احمد عباس صاحب په مشرۍ د ریاست په مقام کي ترسره سوه، چي په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د اناسټو پوهنتون د روان کال د دوهم سميستر د نهايي ازموينو بهير پیل سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د تدريسي بهير د پای ته رسېدو او د آزمويني کمېټې د پرېکړي سره سم، د اناسټو پوهنتون د ۱۴۰۵ ل. کال د دوهم سميستر نهايي. . .

BACK TO NEWS