خاوري پوهنه او اوبو لګولو څانګي پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د خاوري پوهنې او اوبو لګولو څانګه د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملې پوهنتون د نباتې علومو پوهنځۍ په تشکیل کې نوی په فعالیت شروع کړیده، او یاده څانګه په کال ۱۳۹۱ هـ ش کې تاسیس سویده،  په نوموړي څانګه کې ۶ تنه مجرب او مسلکي علمي کادری غړی شتون لری چی (۵) تنه یې د ماستری او (۱) تن یې د دکتورا تر کچي پوري د نړی په مختلفو هیوادونو کې لوړی زده کړي ترسره کړیدي، اوس مهال د مصحلینو سره په تدریس اوڅیړنو باندی بوخت دي. نوموړي څانګه  اوس مهال د لیسانس په کچه محصلان لری، او ماستری په کچه محصلین نلری، خوشبختانه چې د راتلونکې کال د پاره په یاده څانګه کې د لیسانس په کچه محصلین جذب سویدي، د لیسانس او ماستری په کچه یې کریکولم د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلی نصاب ریاست له لوري تائید سویدي.

 

لرلید

د خاوري پوهني او اوبو لګولو ډیپارټمنټ به د یو علمي او اکاډمیک بنسټ له مخي ټولني ته تدريسي، څېړنيز او ترويجي خدمات وړاندي کوي او د ټولني د ستونزو په حل کي به لومړی مقام ولري.

 

مأموریت

د خاوري پوهني او اوبو لګولو ډيپارټمنټ هوډ لري چي د نړیوالو معیارونو له مخي د هیواد ځوان نسل داسي وروزي، چي د اسلامي روحیې له مخي د خاوري او اوبو مدیریت او په یاده برخه کي د ستوزو حل کول یې د لومړیتوتونو څخه وي.

 

موخي

  • خاوره او اوبه چي ېبیعي منابع دي، په پایداره ډول یې مدیریت کول.
  • او په ټولنه کي د خاوري، اوبو او ابیارۍ اړوند د ستونزو حل کول.
  • د یو پایداره کرنیز سیستم لپاره د نوو نظریو، علمي پرمختیاوو او اختراعګانو څخه ګټه اخیستل.
  • د یو علمي او اکاډميک بنسټ له مخي د خاوري، اوبو او ابیارۍ په برخه کي ټولنيز، اقتصادي او چاپيریالي مسایل بررسي کول.

 

کمېټې

  • د څېړنو کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د ازموینو او شکایاتو کېټه
  • د نصاب کمېټه
  • د کیفیت لوړاوي کمېټه

 

د ستراتيژيکي پالیسۍ خلاصه

  • د کیفیت لوړاوي او ادارې اړوند تګلاره
  • د تدریس او محصلینو مربوط تګلاره
  • د علي او څېړنیزو فعالیتونو مربوط تګلاره
  • د داخلي او خارجي همکاریو تګلاره
  • د منابعو د تنظیم مربوط تګلاره
  • په ټولنه کي د ډيپارټمنټ د نقش مربوط تګلاره

 

عملیاتي پلانونه

  • د څانګي ستراتيژیکه پالیسي/پلان جوړول.
  • د څانګي د ځاني اروزوني راپور ترتیب کول.
  • د څانګي د تدریس د ښه والي د پلان ترتیب کول.
  • د لیسانس په کچه د محصلانو جلب کول.
  • د ماسټرۍ برنامې لپاره تعلیمي نصاب ترتیب کول.
  • د استادانو او محصلانو لپاره د تحقیقي چارو بررسي او په مرسته کول.
  • د نوي سميسټر لپاره د څانګي د استادانو کاري انفرادي پلان او کورس پاليسي کتنه او تائید.
  • د کال په جریان کي د څانګي د استادانو کلنی کنفرانس ارائیه کول.
  • د سمیسټر په جریان کي د استادانو ارزونه.
  • د سميسټر په پای کي د استادانو ارزونه

 

د کړنو لنډ راپور

  • د خاوري پوهني او اوبو لګولو څانګه د لیسانس او فوق لیسانس په سطحه، تعلیمي نصاب جوړ کړی او تطبیق ته اماده دی.
  • د خاوري پوهني او اوبو لګولو څانګه د تېرو څو کلونو راهيسي د استادانو سره په ګډه تدریس، تحقیق او ترويج په برخه کي کار کوي.
  • د خاوري او اوبو په برخه کي د ضرورت په اساس مشورې ورکړي دي.
  • د دې څانګي استادان په څېړنو، تالیف او ژباړه باندي بوخت دي.

 

د محصلانو شمیر

د لیسانس په سويه ۸ تنه محصلان لری په دریم ټولګې کې او دايې اولینه دوره ده

په دوهم ټولګې کې ۱۰ تنه محصلان لرو

په لوموړي ټولګې کې (۳) تنه محصلان

برحال استادان

شمیره

د استاد نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

نصیرت احمد

نصرت

استاد

ماستر

پوهنوال

خاوره پوهنه او اوبو لګونه

+93700359378

n.a.nasrat@gmail.com

۲

شریف الله

شریفی

استاد

ډاکتر

پوهنمل

خاوره پوهنه او اوبو لګونه

+93700388502

Sharefi@gmail.com

۳

حمدالله

حمیم

استاد

ماستر

پوهندوی

خاوره پوهنه او اوبو لګونه

+93700913302

Hamdullah.hamim@gmail.com

۴

خالد احمد

یعقوبی

استاد

ماستر

پوهنمل

خاوره پوهنه او اوبو لګونه

+93704513353

yaqoobikdr@gmail.com

۵

محمدصادق

صالحی

استاد

ماستر

پوهنمل

خاوره پوهنه او اوبو لګونه

+93707989295

s.salihi@anastu.edu.af

۶

وکیل احمد

سیرت

استاد

ماستر

پوهنیار

خاوره پوهنه او اوبو لګونه

+93707434399

w.seerat@anastu.edu.af

 

 

 

په درنښت
د خاوري پوهني او ابو لګولو څانګه