خاوري پوهنه او اوبو لګولو څانګي پیژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د خاوري پوهنې او اوبو لګولو څانګه د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملې پوهنتون د نباتې علومو پوهنځۍ په تشکیل کې نوی په فعالیت شروع کړیده، او یاده څانګه په کال ۱۳۹۱ هـ ش کې تاسیس سویده، په نوموړي څانګه کې ۶ تنه مجرب او مسلکي علمي کادری غړی شتون لری چی (۵) تنه یې د ماستری او (۱) تن یې د دکتورا تر کچي پوري د نړی په مختلفو هیوادونو کې لوړی زده کړي ترسره کړیدي، اوس مهال د مصحلینو سره په تدریس اوڅیړنو باندی بوخت دي. نوموړي څانګه اوس مهال د لیسانس په کچه محصلان لری، او ماستری په کچه محصلین نلری، خوشبختانه چې د راتلونکې کال د پاره په یاده څانګه کې د لیسانس په کچه محصلین جذب سویدي، د لیسانس او ماستری په کچه یې کریکولم د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلی نصاب ریاست له لوري تائید سویدي.