د کرنیزي انجينرۍ پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
کرنیزه انجینري (Agricultural Engineering) څانګه په ۱۳۹۲ هـ ش کال د نباتې علومو پوهنځئ په چوکاټ کې تاسیس شوه،نوموړې څانګه چې د کرنې، چاپېریال ساتنې، او انجینري علومو تر منځ د ګډ کار زمینه برابروي. په دې څانګه کې زدهکوونکي د کرنیزو ماشین الاتو او وسایلو طرحه او استعمال، جوړونه او ساتنه، د اوبو لګولو د مدیریت سیستمونه، د کرنیزو ودانیو او تاسیساتو ډیزاین، د کرنیزو محصولاتو پروسس او ساتنه، او د نوې ټکنالوژۍ موثر استعمال زده کوي. دغه څانګه هڅه کوي چې د طبیعي سرچینو د پایدارې استفادې له لارې د کرنې سکتور ته عملي او علمي حل لارې وړاندې کړي، د کرنیزو محصولاتو کیفیت او کمیت لوړ کړي، او د بزګرانو اقتصادي حالت ته وده ورکړي. د کرنیزې انجینرۍ فارغان کولای شي په امارتې او خصوصي ادارو، څېړنیزو مرکزونو، غیر دولتي موسسو، صنعتي فابریکو، او لوړو زده کړو مؤسسو کې د انجینرانو، څېړونکو، ښوونکو، او مسلکي سلاکارانو په توګه کار وکړي.
لرلید
په ملي کچه د یوې نوښتګرې، پایداره، په نوې ټکنالوژۍ سمبال، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مقاومې او پرمختللې کرنې رامنځته کول، ترڅو د طبیعي منابعو د مؤثر استعمال له لارې د کروندګرو عاید زیات، او د هېواد خوراکي امنیت او مصئونیت پیاوړی شي.
رسالت
د معیاري پالیسو طرحه او پلي کول، ترڅو د عصري ټکنالوژۍ او مسلکي علمي کادرونو په مټ محصلانو ته د لوړ کیفیت تدریس، څېړنې او علمي کړونو دکار د زمینه برابره سي، او همدارنګه د کرنیز تولید د زیاتوالي، د سرچینو د خوندیتوب او د کروندګرو د وړتیا د لوړولو له لارې د ټولنې د پراختیا او هوساینې سبب وګرځي.
موخي
په لوړه کچه دکرني په برخه کې د متخصصینو روزل، د منابعو موثره استعمال او ضایعاتو کمول، غوره کرنیزو وسایلو، تخنیکونو او ټکنالوژۍ څخه ګټه اخستل، دمیکانیزه کرنی مروج کول، په لوړ کمیت او کیفیت د کرنیزومحصولاتو تولید.
کمېټې
|
د محصلانو شمیر |
||||||||
|
۱۹ تنه |
||||||||
|
د استادانو شمير |
||||||||
|
۴ تنه |
||||||||
|
برحال استادان |
||||||||
|
شمیره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
۱ |
محیب الله |
همدرد |
د څانګې امر |
ماستر |
پوهنیار |
کرنیزه انجینری |
۹۳۷۸۷۴۸۹۳۰۰+ |
|
|
2 |
رفیع الله |
رفیع |
استاد |
ماستر |
پوهنیار |
کرنیزه انجینری |
۹۳۷۰۷۰۰۷۸۰۲+ |
|
|
۳ |
حمید الله |
بهیج |
استاد |
ماستر |
نوماند پوهنیار |
کرنیزه انجینری |
۹۳۷۷۴۱۵۲۳۳۱+ |
|
|
۴ |
ادریس |
داوری |
استاد |
ماستر |
پوهنیار |
کرنیزه انجینری |
۹۳۷۰۳۶۷۲۳۱۴+ |
|
|
د اړیکو شمیره |
||||||||
|
۹۳۷۸۷۴۸۹۳۰۰+ |
||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||
په درنښت
د کرنیزي انجنیرۍ څانګه