حیواني علومو پوهنځۍ پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د حیواني علومو پوهنځۍ د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د ایجاد سره سم په (۴۰۲/۱۱۷۲) ۲۰/۱۰/۱۳۹۱ ل. ګڼه نیټه حکم د پوهنتون په اکاډمیک تشکیل کي ځاي پرځاي سوي او د پوهنتون د پرانیستې سره هممهاله پرانیستل شو.
دا پوهنځی د هېواد د مالدارۍ سکتور د علمي پرمختګ، د څارويو د توليد د ښه والي او د مسلکي کدرونو د روزنې په موخه رامنځته شوی ده. د حيواني علومو پوهنځی هڅه کوي چې د تدریس، علمي څېړنو او ترویجي فعالیتونو له لارې داسې متخصصين وروزي چې وکولای شي د څارويو د روزنې، توليد او مديريت په برخو کې د هېواد د کرنيز اقتصاد د پیاوړتیا او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
اوس مهال د حيواني علومو پوهنځی د خپلو څلورو فعالو څانګو له لارې د لیسانس تر کچې تحصیلي پروګرامونه وړاندې کوي:
مالداري
آلوتونکو روزنه
حیواناتو جنیتیک او نسلګیری
حیواني محصولاتو تکنالوژی
سربېره پر دې، یاد پوهنځی د حيواناتو د توليد او روزنې څانګه او د لبنیاتو علوم او تکنالوژی په برخه کې د ماسټرۍ تحصیلي پروګرام هم پر مخ وړي، چې موخه یې د لوړو علمي او څېړنیزو ظرفیتونو رامنځته کول دي.
د حيواني علومو پوهنځی د علمي کیفیت د لوړولو، څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو په موخه هڅه کوي چې د هېواد لپاره مسلکي، ژمن او نوښتګر متخصصين وروزي.
لرلید
د حیواني علومو پوهنځی هڅه کوي چې د معیاري لوړو زده کړو، نوښتګرو علمي څېړنو او اغېزمنو ترویجي فعالیتونو له لارې داسې مسلکي او وړ څېړونکي وروزي چې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د حیواني علومو، مالدارۍ او حیواني تولیداتو د پرمختګ په برخه کې مخکښ علمي مقام ترلاسه کړي.
رسالت
د حیواني علومو پوهنځی ژمن دی چې د عصري ټکنالوژۍ پر بنسټ یو معیاري تدریسي، علمي، څېړنیز او ترویجي چاپېریال رامنځته کړي، تر څو مسلکي او وړ کدرونه وروزي او د حیواني علومو او مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره ټولنې ته په لوړ کیفیت او مناسب کمیت علمي او تخنیکي خدمتونه وړاندې کړي.
موخي
د حیواني علومو پوهنځی هڅه کوي چې د متخصصو څېړونکو د روزنې په موخه پرمختللي علمي او څېړنیز میتودونه او عملي مهارتونه رامنځته او پلي کړي، تر څو فارغان وکولای شي د مالدارۍ سکتور د اصلاح، پرمختګ او پیاوړتیا لپاره په ملي، سیمهییزه او نړیواله کچه اغېزمنه ونډه واخلي.
څانګي
• مالداري
• حيواني جنیټک او نسلګیري
• د حيواني محصولاتو ذخیره او پروسس
• د الوتونکو، ماهيانو او شاتو مچيو روزنه
کمېټې
• د ستراتيژيک پلان کميټه
• د تحصیلي نصاب کميټه
• د تضمين کیفیت کميټه
• د فوق لیسانس کميټه
• د ازموینو کمیټه
• د علمي څیړنواو نشراتو کميټه
د ستراتيژیک پلان خلاصه
د حیواني علومو پوهنځي ستراتیژیک پلان د ۱۴۰۲–۱۴۰۶ کلونو لپاره د پوهنځي د علمي، تدریسي او اداري پرمختګ یو بنسټیز لارښود سند دی چې د لوړو زده کړو د معیاري اصولو او د ټولنې د اړتیاوو په رڼا کې ترتیب شوی دی. دغه پلان د پوهنځي د اوږدمهاله لیدلوري، مأموریت، اساسي ارزښتونو او ستراتیژیکو موخو پر بنسټ جوړ شوی او موخه یې د حیواني علومو په برخه کې د علمي ظرفیت لوړول او د مسلکي کادرونو روزنه ده.
په دې ستراتیژیک پلان کې د تدریسي کیفیت لوړول، د علمي څېړنو پراختیا، د بشري سرچینو ظرفیت لوړونه، د علمي بنسټونو سره د همکارۍ پیاوړتیا او د زیربناوو ښه والی د اساسي لومړیتوبونو په توګه ټاکل شوي دي. همدارنګه، پلان د تدریسي نصاب د معیاري کولو، د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا، د لابراتوارونو د تجهیز، او د محصلمحوره تدریسي میتودونو د پلي کولو لپاره عملي تګلارې وړاندې کوي.
دغه سند د حیواني علومو پوهنځي لپاره د راتلونکو کلونو د پرمختګ واضح مسیر ټاکي او هڅه کوي چې د علمي کیفیت د لوړولو، د څېړنو د پیاوړتیا او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو له لارې پوهنځی د علمي ودې او مسلکي روزنې په یو اغېزمن مرکز بدل کړي.
عملیاتي پلانونه
د پوهنځي ټول فعالیتونه د ستراتیژیک پلان مطابق تنظیم او تطبیق کېږي
• د کال په اوږدو کې چارې په څلورو ربعو (Quarter) کې ویشل شوې دي
• د هر فعالیت لپاره:
o مشخص هدف
o لازمې کړنې
o اجرا کوونکي
o منابع
o څارنه او ارزونه ټاکل شوې ده
o د پلان د تطبیق کچه: ۱۰۰٪ هدف ټاکل شوی
۱. اداري چارې
• د پوهنځي ورځني اداري او اکاډمیک فعالیتونه په وخت ترسره کول
• د ادارې نظم، دسپلین او موثریت لوړول
• د قوانینو، پالیسیو او لوړو مقاماتو پرېکړو تطبیق
• د اسنادو منظم ترتیب او راپور ورکول (میاشتنی، ربعوار، کلنی)
• د سمسترونو پر وخت پیل او پای ته رسول
• د ملي او نړیوالو غونډو او سیمینارونو کې ګډون
۲. تشکیلاتي چارې
• د خالي بستونو ډکول د وړ او مسلکي کسانو په ګمارلو سره
• د استادانو لپاره:
o سمستر وار پلانونه اخیستل
o د فعالیتونو ارزونه
o راپور اخیستل
o دقیق احصایوي معلومات برابرول
o د تدریسي بهیر منظمول او کیفیت ښه کول
۳. تحصیلي، علمي او څېړنیزې چارې
الف: تحصیلي برخه
• دواړه سمسترونه په بریالیتوب بشپړول
• د نصاب بیاکتنه او عصري کول
• د کریډیټ سیستم تطبیق
• محصل محوري تدریس ته وده ورکول
• د محصلینو لخوا د استادانو ارزونه
• د کتابتون او آنلاین منابعو کارول زیاتول
ب: عملي او اکاډمیک برخه
• د استادانو لپاره ورکشاپونه او سیمینارونه
• د مضامینو نوي کول د عصري اړتیاوو مطابق
• د کميټو او شوراګانو منظم فعالیت
• د تدریسي اصولو ښه تطبیق
ج: څېړنیزه برخه
• د څېړنې په میتودونو کې د استادانو روزنه
• د ټولنې د اړتیاوو مطابق څېړنې ترسره کول
• د علمي مقالو نشر ته هڅونه
• د څېړنیز فرهنګ پیاوړتیا
د: د کیفیت تضمین
• د کیفیت د لوړوالي پروسې پلي کول
• د ځان ارزونې سیستم فعالول
• د تدریس کیفیت ښه کول
۴. د تحصیلي کادر او ظرفیت لوړول
• د نوي استادانو استخدام
• د استادانو لوړو زده کړو ته معرفي (ماستري او دوکتورا)
• د علمي ترفیعاتو تطبیق
• د ظرفیت لوړولو لپاره روزنیز پروګرامونه
۵. د منابعو (مادي او معنوي) جلب
• له سوداګرو او پانګهوالو سره اړیکې
• له نړیوالو موسسو او پوهنتونونو سره همکاري
• د علمي موادو، کتابونو او کریکولم تبادله
• د تحصیلي بورسونو او علمي فرصتونو برابرول
۶. دعوت او ارشاد
• د دیني او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا
• د اسلامي اصولو (حجاب، عبادات) ترویج
• د فکري انحراف مخنیوی
• د یووالي او همغږۍ رامنځته کول
د کړنو لنډ راپور
• د ۱۴۰۴ کال ټول تدابیري او کاري فعالیتونه د ټاکلي مهالوېش سره سم په بریالیتوب سره ترسره شول.
• فعالیتونه د مالي، اداري او علمي ادارو تر همغږۍ لاندې تطبیق شول.
علمي او مسلکي پرمختګ
• د اسلامي، مسلکي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره پروګرامونه ترسره شول.
• د علمي کادر د ظرفیت لوړونې لپاره روزنیز او تحصیلي فرصتونه برابر شول.
• د استادانو یوه برخه د لوړو زده کړو پروګرامونو ته معرفي شوه.
تدریسي او عملي پرمختګ
• د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو اسانتیاوې رامنځته او پلي شوې.
• د کیفیت تضمین اړوند عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول.
• د کریډیټ سیستم په مؤثر ډول تطبیق شو.
ټکنالوژي او برېښنایي زده کړه
• د محصلینو لپاره د برېښنایي زده کړو روزنیز پروګرامونه ترسره شول.
• د معلوماتي ټکنالوژۍ وسایل برابر او فعال شول.
• د آنلاین زده کړو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې.
څېړنه او علمي فعالیتونه
• علمي مقالې او څېړنې ترتیب او وړاندې شوې.
• د علمي ژورنالونو د غني کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شول.
• د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره لازم امکانات برابر شول.
ترویج او سکتوري پرمختګ
• د مالدارۍ سکتور کې ترویجي فعالیتونه عملي شول.
• د نوښتګرو محصلینو او ځوانانو لپاره روزنیز او تشویقي پروګرامونه ترسره شول.
اداري او سازماني پرمختګ
• د کیفیت تضمین پروسه په دوامداره توګه وڅارل شوه.
• په اداري او مالي چارو کې شفافیت تأمین شو.
• د داخلي همغږۍ او اداري سیستم پیاوړتیا رامنځته شوه.
زیربناوې او امکانات
• د برېښنایي زده کړو او IT زیربناوو د جوړولو کار پیل او جزوي تطبیق شو.
• د څېړنیزو فارمونو او لابراتوارونو د جوړولو او تجهیز لپاره اقدامات ترسره شول.
• د حیواني کلینیک د تجهیز او پرمختګ په برخه کې همکاري ترسره شوه.
پایله
• د ۱۴۰۴ کال فعالیتونه په بریالیتوب سره ترسره شول.
• د پوهنځۍ په علمي، اداري او څېړنیزو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته سوي دي.
|
بروشور |
|
کتلاک |
|
د حیواني علومو پوهنځي پېژندنه: د حیواني علومو پوهنځی د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (ANASTU) په چوکاټ کې په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې تاسیس شوی، چې موخه یې د حیواني سکتور لپاره د لیسانس او ماستر په کچه د مسلکي او متخصص کادرونو روزنه ده. دا پوهنځی د مالداري، حیواناتو جنیتیک او نسلګیري، الوتونکو روزنې، او د حیواني محصولاتو تکنالوژي په برخو کې علمي او عملي زده کړې وړاندې کوي. لرلید (Vision): د هیواد او سیمې په کچه د حیواني سکتور د معیاري کولو لپاره د مخکښ علمي بنسټ په توګه وده کول. رسالت (Mission): د عصري تدریسي، څېړنیز او ترویجي چاپیریال برابرول، تر څو د حیواني علومو په برخه کې د لیسانس او فوق لیسانس په کچه مسلکي، ژمن او وړ کادرونه ټولنې ته وړاندې شي. اساسي موخې :
علمي جوړښت او کادر : پوهنځی اوسمهال شاوخوا ۱۴ تنه علمي کادر لري او په څلورو مهمو څانګو کې فعالیت کوي، چې فعاله تدریسي څانګه یې مالداري ده. محصلین او کریکولم : محصلین د ملي کانکور له لارې جذبېږي او د معیاري، تأیید شوي کریکولم پر بنسټ زده کړې کوي. تدریس د کریډیټ سیستم مطابق ترسره کېږي. امکانات او اسانتیاوې :
لاسته راوړنې :
د ټولنې سره اړیکې : پوهنځی د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ فعالیت کوي او د عامه پوهاوي، مسلکي خدمتونو او علمي مشارکت له لارې د حیواني سکتور په پیاوړتیا کې ونډه اخلي. پایله: د حیواني علومو پوهنځی د علمي ظرفیتونو، عصري تدریسي سیستم او مسلکي کادرونو په درلودلو سره هڅه کوي چې د هیواد د مالدارۍ او حیواني تولیداتو سکتور ته اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي او د ملي پرمختګ برخه وګرځي.
|
|
د اړیکو شمېره |
|
۹۳۷۸۰۴۸۹۲۴۷+ |
|
ایمیل ادرس |
په درنښت
د حیواني علومو پوهنځۍ