د وروستي سميسټر محصلینو سره معلوماتي غونډه ترسره سوه.

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۰
د محصلینو سره غونډه

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د محصلانو چارو معاونیت له لوري د وروستي سمېستر له محصلینو سره معلوماتي غونډه ترسره سوه، چي پکښي د وروستي سمېستر ټولو محصلینو ګډون کړی و او د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه.

په پیل کي د محصلانو چارو مرستیال مولوي محمود الحسن صاحب محصلینو ته وینا وکړه. نوموړي وویل چي ستاسي د تحصیل مرحله پای ته رسېږي، خو مسؤلیتونه مو نور هم زیاتېږي، ځکه د ټولني تقاضا له تاسي څخه لوړېږي. هغه زیاته کړه چي هغه هڅي او زحمتونه چي تاسي د تحصیل په جریان کي ليدلي، اوس به یې پایلي وینئ او د عملي ژوند په ډګر کي به د خپلو زده کړو ثمره تجربه کوئ.

مولوي محمود الحسن صاحب محصلین وهڅول چي د خپل مسلک، اخلاقو او اسلامي هویت په ساتنه کي جدي وي، او ټینګار یې وکړ چي تاسي باید د دې اسلامي نظام قدرداني وکړئ، ځکه د همدې نظام په سیوري کي تاسي ته د تعلیم، خدمت او پرمختګ زمینه برابره سوې ده. هغه محصلینو ته د نظم، مسؤلیت منلو، د خلکو د خدمت، او د مسلکي چلند په اړه نوري مهمي سپارښتني هم وړاندي کړې.

وروسته محصلینو ته د فراغت د مراسمو په اړه لازم معلومات وړاندي سول، چي پکښي د فراغت غونډي د تنظیم، د ګډون څرنګوالي او اړوندو چارو وضاحت ورکړل سو. همدارنګه د اسنادو د ترلاسه کولو پروسې په اړه تفصیلي معلومات وړاندي سول، چي پکښي د فورمو د تکمیل طریقه، اړین اسناد، د سپارلو مراحل او د اسنادو وېش تشریح سو.

په پای کي د محصلینو پوښتنو ته د مسئولینو لخوا بشپړ او هر اړخيز ځوابونه وړاندي سول او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۵/۰۳/۲۷

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ غونډه تر سره سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ (۴مه) ګڼه غونډه، د پوهنتون د رئيس مولوي شبیراحمد"عباس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اناسټو پوهنتون د تدریسي مدیرانو ستاینغونډه  تر سره سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د محصلانو معاونیت له لوري د تدریسي مدیرانو ستاینغونډه په ریاست مقام کي ترسره سوه. چي پکښي د پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو مرستیال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۵۸
Background image

د اناسټو پوهنتون د شپږمې دورې د لیسانس محصلانو د فراغت غونډه تر سره سوه.


د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کښي د ۱۴۰۵ لمریز کال د شپږمي دورې د لیسانس محصلانو د فراغت غونډه د پوهنتون په عمومي د غونډو تالار کښي ترسره سوه. چي پکښي د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS