د اناسټو پوهنتون د څیړني، تالیف او ژباړې بورډ غونډه دایره سوه.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۹:۲
د اناسټو پوهنتون د څیړني، تالیف او ژباړې بورډ غونډه دایره سوه.

د سه شنبې په ورځ ۷/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د څیړنې، تالیف او ژباړې بورډ غونډه ترسره سوه، چې یاده غونډه کي د علمي مرستیال او سرپرست رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني ترڅنګ د څیړنې، تالیف او ژباړې بورډ ټولو غړو ګډون درلود.
غونډه د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل سوه او تیرو کړنو او ترسره سوو فعالیتونو ته لنډ کتنه وسوه.
په یاده ناسته کې د وزارت مقام د څیړنې، تالیف او ژباړې ریاست لخوا هدایات، د څیړنو کاري  برخې رهنمود، د څیړنو د نظر سنجي، د ملي کنفرانس جوړول، د ټولنې د اړتیاوو له مخې د استادانو او محصلانو څیړنې ترسره کول، داستادانو د څیړنو پروپوزل ارزونه، د استادانو د ژباړې پروپوزل ارزونه او یو شمیر نور متفرقه موضوعاتو باندي مفصل بحث او لازمې پریکړې وسوې.
یاه ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۶
Background image

د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو ته د پاڼه رژونکو میوو د مضمون په اړه عملي زدکړه ورکول سوه.

 د سه شنبې په ورځ ۱۴/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د هارټیکلچر څانګې د څلورم ټولګي زدکړیالانو د ښاغلي پوهنیار محمدادریس داوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۰
Background image

د اناسټو پوهنتون او پوهنځیو د ستراتیژیک پلان د نها یې کولو په اړه غونډه دایره سوه.

د سه شنبې په ورځ ۱۴/۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژې ملي پوهنتون د ستراتیژیک پلان دکمیټې له لوري د نوموړي پلان هر اړخیزتوب او بډاینې په موخه د بیاکتنې، نظر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۸:۲۸
Background image

د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو د عملي زدکړو په موخه د کرنیزې ماشنرۍڅخه لیدنه وکړه.

 د دوشنبې  په ورځ ۱۳/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د کرنیزې میکانیزې څانګې د دوهم ټولګي زدکړیالانود ښاغلي پوهنیار محیب الله. . .

BACK TO NEWS