جنيټيک او د نباتاتو اصلاح څانګي پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
جنټیک او د نباتاتو اصلاح څانګه په کال ۱۳۹۹ هـ ش کښي په رسمي ډول پرانیستل سول. د استادانو شمېر ئې و څلورو کادري غړو ته رسیږي، چي هر یو ئې د ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړي ترسره کړيدي. د جنټیک او نباتاتو اصلاح څانګه د لیسانس او ماسټري کوریکولم لري. د څانګي پالیسي، ستراتیژیک پلان، کاري او تدابیري پلانونه او د تدریس د ښه والي پلان بشپړ سویدي. ستراتیژیک پلان ته په کتلو د محصلانو د جلب او جذب او د څانګي ځانګړو مضمونونو شمېر ته په کتلو سره په راتلونکي ۵ کلونو کي د استادانو شمېر به ۸ تنو ته جګ سي، د محصلانو د فارغېدلو سره ماسټرۍ دوره به لا نوره هم پياوړې سي.
لرلید
د جنټیک او نباتاتو اصلاح زده کړه به په جنټیکي ډول د لوړ کمیت او ښه کیفیت اصلاح سوو محصولاتو د لاسته راوړلو او د ملي او سیمه ایز اقتصادي پیاوړتیا له پاره مسلکي کادرونه، روزي.
رسالت
جنټیک او د نباتاتو اصلاح څانګه هڅه کوي چي د سیمي په کچه پرمختللي او عصري تکنالوژي باندي سمبال علمي، تدریسي او روزنیز ماهول رامینځته کړي تر څو څېړنیز او تحصیلي پروګرامونه یې محصلینو مسلکیانو او کروندګرو ته آسانتیاوي برابري کړي.
موخي
جنټیک او د نباتاتو اصلاح څانګي علمي او تدریسي فعالیتونه داسي معیاري کول، چي په لوړه کچه داسي علمي کادرونه وروزي تر څو په ملي او سیمه ایزه کچه اسلامي فرهنګ ته وفا دار او د هېواد د کرنیزي پرمختیا وسیله وګرځي. د پرمختللي تخنیکونو، مهارتونو، او د څېړنو له لاري په ملي او سیمه ایزي کچي د کرهڼي سکتور د پراختیا او د علمي ظرفیت لوړول دي.
کمېټې
د کیفیت لوړاوي کمېټه
د ستراتيژیک پلان خلاصه
د جنټیک او نباتاتو اصلاح څانګه و خپلو موخو ته درسیدو او چارو د ښه تنظم له پاره خپل پلان د پوهنځي پنځه کلن ترتیب سوی ستراتیژیک پلان (۱۴۰۱- ۱۴۰۵) په رڼاکي تر سره کوي. یاد پلان د نباتي علومو پوهنځی او اناسټو پوهنتون د موخو لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونو سره په انډول کښي د څانګي د غړو له خوا جوړ سوی او د پوهنځی له خوا تائید سوی دی. په یاد پلان کښي د څانګي د پرمختګ له پاره هر اړخیز بحث سوی تر څو په هره برخه کښي و عمده امکاناتو او ننګونو ته ګوته ونیول سي. په پلان کښي پر بیلابیلو عمده برخو لکه د څانګي پيژندنه، ظرفیت لوړول، معیاري تدریس، ساحوي او لابراتوار کړني، تشکیل، د کیفیت لوړاوي معیارونو پوره کول، معیاري تجهیز او بودیجې باندي د اړتیا سره سم هر اړخیز بحث سوی دی.
عملیاتي پلانونه
د جنټیک او نباتاتو اصلاح څانګه او اړوند استادان و خپلو ورځني موخو او ستراتیژیک پلان د عملي کولو په پار، بیلابیل عملیاتي پلانونه ترلاس لاندی لري لکه:
• د څانګي په کچه کلنی کاري او تدابیري پلان، چي د ستراتیژیک پلان په رڼا کښي د هر کال له پاره جوړ او پلی کیږي.
• ربع وار پلان، چي د کلني تدابیري پلان په رڼا کښي جوړ او تطبیق کیږي.
• د تدریس د ښه والي پلان، چي د هر سمستر د تدریسي چارو د سمون او تنظیم په موخه جوړ او تطبیق کیږي.
• د استادانو عملیاتي پلانونه، چي د هر سمستر په پیل کښي د استادانو له خوا د تدریسي، اکاډیمیکو او اداري چارو د ترسره کولو او تنظیم له پاره جوړ او وروسته تطبیق کیږي.
• د کلني علمي پروګرامونو له پاره هم د هر تعلیمي کال په پیل کښي عملیاتي پلان جوړ او وروسته تطبیق کیږي.
د کړنو لنډ راپور
• و پوهنمل علمي رتبې ته د یوه تن استاد ترفیع کول.
• پوهنوال علمي رتبی ته د ترفیع په لپاره د دوو استادانو اکاډیمیک فعالیت او تالیفات
• د څانګي د غړو له خوا د علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو ارائیه کول.
• د استادانو له خوا د بین المللی او داخلي ژورنالونو له پاره د مقالو جوړول او سپارل.
• د څانګي ورځنی چاري په منظم ډول مخي ته وړل او په هره میاشت کښي نباتي علومو پوهنځی ته د راپور لیږل.
• مکتوبونو ته پر وخت جواب ویل.
|
د محصلانو شمېر |
||||||||
|
نه لري |
||||||||
|
د استادانو شمير |
||||||||
|
۴ |
||||||||
|
برحال استادان |
||||||||
|
شمیره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
۱ |
نورالحق |
محمدي |
د څانګي آمر |
ماسټر |
پوهندوی |
جنټیک او د نباتاتو اصلاح |
۹۳۷۰۵۹۸۵۶۵۵+ |
|
|
۲ |
سلطان محمد |
سیرت |
استاد |
ماسټر |
پوهندوی |
جنټیک او د نباتاتو اصلاح |
۹۳۷۰۳۵۵۵۸۸۸+ |
|
|
۳ |
زمریالی |
تڼی |
استاد |
ماسټر |
پوهنمل |
جنټیک او د نباتاتو اصلاح |
۹۳۷۰۰۹۰۰۳۷۰+ |
|
|
۴ |
میرویس خان |
افغان |
استاد |
ماسټر |
پوهنمل |
جنټیک او د نباتاتو اصلاح |
۹۳۷۰۷۰۲۰۰۷۲+ |
|
|
د اړیکو شمیره |
||||||||
|
۹۳۷۰۵۹۸۵۶۵۵+ |
||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||
والسلام
د جنټیک او نباتاتو اصلاح څانګه