د حیواني علومو پوهنځۍ د رئيس پيغام
الحمد لله والصلاة و السلام علی رسول الله و بعد،
الله تعالی حیوانات د انسان د ګټې او هوساینې لپاره پیدا کړي او په همدې حال کې یې د هغوی سره د نرمۍ او غوره چلند امر هم کړی دی. هغه څوک ګنهګار دی چې له حیواناتو سره ناسم چلند کوي، پالنه یې نه کوي او د هغوی لپاره مناسب چاپېریال نه برابر وي. د حیواناتو روزنه د کرنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده چې په ملي او نړیواله کچه د اقتصادي نظام په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري او هېوادونه د پرمختګ او هوساینې پر لور بیایي.
د حیواني علومو پوهنځی چې په درې مهمو برخو لکه تغذیه، نسل اخیستنه او د حیواناتو اداره کې خدمات وړاندې کوي، د حیواني محصولاتو په کمیت او کیفیت مستقیمه اغېزه لري او له همدې لارې مؤثریت او مثمریت رامنځته کېږي.
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون په چوکاټ کې د حیواني علومو پوهنځي شتون مهم او حیاتي رول لري. د جنوب لوېدیځې حوزې لپاره د دې پوهنځي رامنځته کېدل د هغو مهمو علمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي چې پخوا هم ورته پاملرنه شوې وه. د ټول هېواد په کچه د نورو برخو متخصصینو تر څنګ د حیواني علومو متخصصینو شتون ضروري او له لومړیتوبونو څخه دی.
د انستو پوهنتون د حیواني علومو پوهنځی د ځوانو او باانرژۍ علمي کادرونو په لرلو سره ژمن دی چې د حیواني علومو په تغذیه، نسل اخیستنه او د حیواناتو په اداره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او دا علمي بنسټ د نړۍ د حیواني علومو له مرکزونو سره په قطار کې ودروي. د حیواني علومو ستراتیژیک پلان د پنځو کلونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د لایحې په چوکاټ کې په اوو فصلونو کې ترتیب شوی دی، چې د پوهنځي استادانو سربېره د انستو پوهنتون له بېلابېلو علمي کادرونو څخه مشورې اخیستل شوې دي. سربېره پر دې، د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیک پلان د لایحې له مخې د سیمې له مشرانو او په دې مسلک کې له شاملو کسانو څخه هم مشوره اخیستل شوې ده.
د حیواني علومو پوهنځي علمي کادرونه او ټول کارکوونکي ژمن دي چې د دې ستراتیژیک پلان په رڼا کې دا علمي بنسټ د لوړو معیارونو مطابق برابر کړي او ټولنې ته د حیواناتو د روزنې په برخه کې ژمن او مسلکي کسان وړاندې کړي. د الله متعال دربار ته دعا کوم چې دا علمي مرکز د هېواد، سیمې او د حیواني علومو د مسلک په خدمت کې بریالی شي او د دې برخې ټولو کارکوونکو ته جاریه صدقه وګرځي.
په درنښت
پوهنمل عصمت الله رسا
د حیواني علومو پوهنځی رئیس