د کرنیز مارکيټينګ پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د کرنيز مارکیټینګ څانګه يو د اړینو څانګو د ډلي څخه شميرل کيږي. د نوموړي څانګي د جوړيدو موخه داده چي په همدې رشته کښۍ محصلينو ته د مسلکي زده کړي نظري او عملي برخو کښي زمينه برابره کړي، تر څو د هيواد د کرنيز سکتور د کرنیزي بازارموندني اړوند ستونزي په ګوته او مناسبي حل لاري ورته ولټول سي، همدارنګه د کرنيزي بازارموندني د پياوړتيا ، د کرنیزو محصولاتو مدیریت او په ټوله کښي د خلګو د ژوند سطحي د لوړيدو سبب وګرځي.
د تحصلي نصاب د محتوي جوړول او بيا کتنه د يوه هيواد د لوړو زده کړو په سیستم کښي یو لازمي رکن دي چي په علمي او نړيوال معيارونو او بنسټونو ولاړ وي د ټولني د هر اړخيزي پراختيا لامل ګرځي او راتلونکو نسلونو ته روښانه او ګټوري پايلي لري. یادو موخو ته رسيدل او د ليسانس نصاب جوړول او په ملي او نړيوال نورمونو برابرول يو اغېزمن او ګټور کار دي چي په نړيواله کچه هم يو اړین امر بلل کيږي. هغه هيوادونو چي د لوړو زده کړو په برخه کښي يي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي دي او د معياري تحصلي نصابونو درلو دونکي، څېړني او تيوري يي په عمل کښي پياده کړي ده اوس مهال يي ډيره زيات پرمختګ کړي دي او د نړي د پرمختللو هيوادونو په سر کي راځي.
د عصري تحصلي نصاب او لوړو زده کړو څخه پرته د يوه هيواد پرمختګ شوني نه دي، نوله دې امله د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت دې برخي ته زياته پاملرنه پيل کړي ده او دا دي د لوي خداي ج په فضل او نصرت سره يې د کرنیز مارکیټینګ څانګه چي یوه نوي ایجاد سوي څانګه ده او د ليسانس تحصيلي نصاب یې بشپړ کړل سو او د تطبيق په برخه کښي ګټي اخيستني ته چمتو سو.
د تحصلي نصاب مسلکي ټيمونو په ډير غور سره د کرنيز مارکیټینګ د لیسانس تحصلي نصاب د لوړو زده کړو د ملي نصاب د پراختيا د رياست تر مشري لاندي د هيواد د تحصيلي پالیسي په نظر کښي نيولو سره د لومړي ځل لپاره د امارتي پوهنتونونو د لیسانس تحصيلي نصاب په ډير غور او هر اړخيز ډول سره منسجم کړيدي. د نوموړي تحصيلي نصاب په جوړولو کښي د هيواد د بيلابيلو امارتي او خصوصي پوهنتونونو کرنيزو پوهنځيو او څانګو، علمي کادرونو، محصلينو، خصوصي کرنیز شرکتونو او نورو اړوند کسانو سره نیغ په نيغه او يا هم د پوښتونو د لاري ورسره نظرونه شريک شوي او په نوموړي تحصلي نصاب کښي ځاي پرځاي شوي دي.
د کرنيز مارکیټینګ د لیسانس دوره د لوړو زده کړو وزارت په لزوم ديد او د ټولني د غوښتني سره سم او ننني شرايطو ته په کتو سره په لومړي ځل پيل کيږي. نوموړي پروګرام ځکه د زيات اهميت وړ دي چي په کور دننه به د لوړو زده کړو وزارت په هر اړخيز ملاتړ سره د اړوند رشتې مسلکي استادانو په همکاري سره لیسانس پروګرام د نړيوالو معيارونو سره سم پيل شي او په دې برخه کښي به د هيواد تحصيلې نظام ورو ورو په پښو ودريږي.
لرلید
دکرنیز مارکیټنګ څانګه پخپله برخه کښي، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندني او خوراکی توکو په رسولو کښي مخکښ رول ولری او دځوانانو لپاره د زده کړي او خدمتونو وړاندي کولو ته ژمن دي.
رسالت
د علمي وړتیا او ملي رسالت له مخي د پیریدونکو د ارزښت لوړولو، د کرنیزو محصولاتو موثریت او اغیزمنتوب په درلودولو سره د بازارموندني سلسله (مارکیټنګ چین) رامنځته کول او ځوانو محصلانو ته د زده کړي، تدریس، څیړني او ترویج چمتو کول،څو د عصري ټولني د ودي او پراختیا وسیله سي.
موخي
د بازار دتقاضا سره سم د کرنیز مارکیټینګ په برخو کې د محصلینو د نظري او عملي وړتیاوو د غښتلتوب په خاطر د زده کړې د پلانونو جوړول.
د علمي څېړنو ترسره کول چې د هغه په رڼا کښې پالیسي جوړونکي لازمې د بازارموندني پالیسۍ جوړی کړي ترڅو د ټولنې کرنیزي بازارموندني اړوند ستونزو ته حل لاره پیدا او د کرنې او بازارموندني پراختیا ته زمینه برابره شی.
د کرنیزي بازارموندني په برخو کښی ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو چمتو کول، ترڅو اړوند بنسټونه په اقتصادي، سوداګریزو او د بازارموندنې په هکله لازمې پریکړې ترسره کړي.
د کروندګرو د بازارموندني د مسلکي اشخاصو، ښکېل اړخونو او محصلینو سره دوام لرونکي اړیکې ټینګول او پالل چې د هغوی تجربو، پوهې او اسانتیاوو څخه د څانګي د موخو د ترسره کولولپاره ګټه پورته شی.
د یوه داسی مناسب چاپیریال رامنځته کول ترڅو د پوهنځی، کارمندانو او محصلینو سره په ګډه کار ترسره سی چی څانګه خپلو موخو ته وهڅیږی او هغه ترلاسه کړي.
د کرنیز مارکیټینګ او کرنیزو تشبثاتو مدیریت په برخه کې د بازار د تقاضا په نظر کې نیولو سره د څېړنیزو وړتیاوو د غښتلي کولو په موخه د پلانونو او پروګرامونو جوړول.
د کرنیزي بازارموندني د ستونزو حل، د زده کړې ښه والي او د کرنیزي پراختیا په موخه دڅېړنو ترسره کول او پایلي یی د اړونده ارګانونو سره شریکول
د کرنیزي بازارموندني پروسو کې ، د مشورتی خدماتو وړاندې کول او په یادو پروژو کې د استادانو او محصلينو ونډه اخستل.
کمېټې
د ډيپارټمنټ شورا
د ستراتيژيک پلان خلاصه
د مارکیټینګ څانګه خپلو موخو ته د رسیدو او په ټاکلي وخت کي د ټولو کړنو د ترسره کولو په موخه، د کرنیزاقتصاد او توسعه پوهنځی او دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون ستراتيژيک پلانونو په کتو سره خپل (۵) کلن ستراتیژيک پلان (۱۴۰۵-۱۴۰۱) ترتیب کړ. ددې پلان په ترتیب کي ټولو ورځنیو، عادي او پرمختیایي چارو ته د ضرورتونو پر بنیاد او د خپل پوهنتون امکاناتو او ضرورتونو ته په کتلو د ساینس او ټکنالوژي پراختیا او پرمختیا ته په کتو او د ژوري څېړني په تحلیل سره ترتیب کړی دی.
د پلان په ترتیب کي د څانګي استادانو او د علم او فرهنګ د مینه والو نظریات ترلاسه شوی اوپه لازمو برخوکي هغه ځاي پرځاي شوي دي .په ترتیب شوي پلان کي د ظرفیت د لوړوني برخي ته خاصه پاملرنه شوې ده، او هم داسي فعالیتونه او چاري په پلان کي ځای پرځای شوي دي، چي نه یواځي د ځوانانو د روزني بلکه هغوی ته د کارموندني ، او په همدې ټوګه د څانګي او پوهنځی له فعالیتونو څخه د سکتوري، دولتي او خصوصي برخي باید مستفیدي شي او د پوهنتون اړیکي د ټولني سره ډیري نژدې کړي .د څانګي ټول غړي او استادان دې ټکي ته کلک ژمن دي چه هره برخه او هرڅوک به د چارو په سرته رسولو او تنظیم کي فعاله برخه اخلي، ترڅو ددې پلان په عملي تطبیق سره څانګي ته نور هم پرمختیا او پراختیا ور په برخه کړي.
د نوموړی څانګي ستراتیژیک پلان د وزرات، پوهنتون او د کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځی د ستراتیژیک پلان د لسو عمده اهدافو په رڼا کي ترتیب او تنظیم سوي دی.
عملیاتي پلانونه
• علمي څيړنې ترسره کول
• د پوهنځی په کچه د نصاب او کریکولم کمیټي سره مرسته کول
• په څانګه کې د کیفیت لوړاوی او اعتبار ورکونې د معیارونو له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول
• بریښنایي زده کړو ته پراختیا ورکول
• ظرفیت لوړونه
د کړنو لنډ راپور
• علمي څېړنې ترسره کول.
• په محصلینو باندي څېړني او مونوګرافونه لیکل او په دې برخه کې هغوی هڅول
• په تدریسي برخه کې د تکنالوژیکي وسایلو څخه استفاده کول.
• د څانګې استادان هڅول ترڅو په ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون وکړي.
• د څانګې استادانو لپاره په داخل او بهر کې د لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو زمینه برابرول
• د پوهنځی په کچه د نصاب او کریکولم کمیټي سره مرسته کول
• د ټاکل سوې کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول
• د څانګې په کچه د نصاب او کریکولم چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختیا ورکول
• په څانګه کې د کیفیت لوړاوی او اعتبار ورکونې اسنادونه چمتو کول
• د څانګې په کچه د ځان اروزونې راپور اماده کول
• د ټولو استادانو انفرادې او پرمختیايي پلانونه تائید کول
• د ټولو استادانو کورس پالیسي تائید کول
• د څانګې استادان علمي او څېړنیزو پروګرامونو ته معرفي کول
• په ۱۴۰۵ کال کې یو تن استاد د ماستري برنامي لپاره معرفي کول
• په ۱۴۰۵ کال کي دوه تنه استادان د دوکتورا برنامي ته معرفي کول
|
د محصلانو شمیر |
||||||||
|
۱۸ تنه |
||||||||
|
د استادانو شمير |
||||||||
|
۴ تنه |
||||||||
|
برحال استادان |
||||||||
|
شمیره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
۱ |
شجاع محمد |
کاکړ |
آمر |
ماسټر |
پوهنیار |
کرنیز مارکیټینګ |
۹۳۷۰۰۰۰۲۰۸۳+ |
|
|
۲ |
میرولي |
حقیار |
استاد |
لیسانس |
ن پوهنیار |
کرنیز مارکیټینګ |
۹۳۷۰۰۶۰۳۲۰۰+ |
|
|
۳ |
عبدالباسط |
تاجک |
استاد |
لیسانس |
ن پوهنیار |
کرنیز مارکیټینګ |
۹۳۷۰۸۳۳۶۶۲۸+ |
|
|
۴ |
محمدجبیراغا |
اعظمی |
استاد |
لیسانس |
ن پوهنیار |
کرنیز مارکیټینګ |
۹۳۷۰۳۰۳۱۹۳۸+ |
|
|
د اړیکو شمیره |
||||||||
|
۹۳۷۰۰۰۰۲۰۸۳+ |
||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||
والسلام
د کرنیز مارکیټینګ څانګه