دافغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوژی ملی پوهنتون تاریخچه

د افغانستان د کرنیزو علومواو تکنالوژي د ملي پوهنتون لڼده پیژندنه:

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون (ANASTU) د وخت د رئیس جمهور جلالتماب حامد کرزي د زمام داری په وخت کی د هند د دوست هیواد صدراعظم (مان موهن سینګ) سره په مشوره د هیواد د بساینی په موخه په (۱۳۹۲) کال کي تاسیس او فعاله شو.

دا پوهنتون د کرهڼي مالداري او اوبو لګولو د وزارت په پخواني څيرنیز فارم (ترنک) کي چه د (۵۰۰۰) جریبه په شاوخوا کي کرهنيزه ځمکه لري په فعالیت شروع وکړه، دا چي زموږ ګران هیواد د سرشارو طبعی زیرمو (اوبو،هوا او خاوري) لرونکي دی او د کرهني او مالداري  لپاره مناسب چاپیریال لري، او د هیواد په مختلفو ولایاتو او سیمو کي د مختلفو نباتاتو او حیواناتو د سالمی روزنی او د لوړ کمیت او کیفیت لرونکو تولیداتو لپاره آماده دی،  دنو همدې روحيی له مخی، سره له دې چي د هیواد په ټولو تحصیلی موسساتو کي د کرهنی او وترنري پوهنځي فعاله دی. مګر د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون تاسیس او فعاله سوو، یوازني موخه یی  د لوړو تحصیلی  درجو (ماسټري او دوکتورا) تر کچي پوري د ځوانانو روزل دی چه نه یوازی نظري لوړي زده کړي ولري بلکه د څيړنو لپاره په بشپړه ټوګه اماده سي، تر څو په هیواد کي د شنه انقلاب لپاره زمینه مساعده سي، او په پایله کي به د غذایی او خامو موادو له اړخه به هیواد خود کفأ سي.

د پوهنتون د تاسیس او فعالیت ضرورت:

دا چه د نړی په کچه پرمختللي ټکنالوژي د وخت د غوښتنو سره سم رامنځته سوې او د نړي ټول اوسیدنکي د ژوند او اقتصاد په ټولو اړخونو کی د هغه څخه ګته پورته کوي. افغانستان هم د نړي د کلي څخه یو کور دی باید د نوري نړي سره د ژوند د شرایطو د تامین په موخه قدم په قدم د کرهني او مالداری په برخو کي هم د نویو پرمختګونو سره سم ګامونه واخیستل شي، او له بلی خوا زموږ په هیواد کی د ۷۰ سلني څځه زیات اوسیدونکی د کرهني او مالداري په سکتور کي مصروفیت لري او د فردي، کورني او د هیواد اقتصاد بنیاد په کرهڼه او مالدار باندي ولاړ دی، له ټولو مهمه دا چي د هیواد اکثریت اوسیدونکو لپاره د کرهني او مالداري په تولید او د کرهنیز او مالداری د تولیداتو د پروسس او سوداګري په برخو کي د کار زمینه مساعده کیږی، نو پورتنیو ټکو ته په کتو د دې پوهنتون ایجاد او فعالیت د هیواد لپاره اړین ضرورت دی.

د پوهنتون د ایجاد موثریت:

د هیواد طبیعی حالاتو (چاپیریال ، خاوري، او اوبو) ته په کتو سره او د هند او نورو ګاونډیو هیوادونو ته په کتو سره به ددې پوهنتون د فعالیتونو په پایله کي حتماً د کرهني، مالداری او تکنالوژي په برخو کي د نویو میتودونو په کارولو سره د هیواد د خود کفایی کچي ته رسوی، او نه یوازي چی خپل هیواد به خود کفا کړو بلکه په ډير مقدار سره به نباتي او حیوانی تولیدات نړي ته صادر کړو. او د فابریکو لپاره به د خامو موادو له اړخه به هم په ځان بسیا هیواد وګرځو، او ددې تر څنګ به  اوسني د بیکاری کچه تر ډيره حده کمه کړو.

د پوهنتون موخي:

  • په لوړو تحصیلی کچو د ځوانانو روزل چه نه یوازي لوړ تحصیلات به ولری بلکه مسلکی کاری پوره وړتیا به ولري.
  • د هیواد له طیعبی امکاناتو څخه به د منظمی ګتي اخیستلو زمینه مساعده شی.
  • د وخت د چاپیریال د تغیراتو او بدلون سره به د ددې پوهنتون فعالیتونو په پایله کي، هیواد او خلګ وکولای سي ځانونه عیار کړئ.
  • د هیواد ځنګلونو، دښتي بوټو، طبی بوټو، د له منځه وړلو لپاره به د مخنیوی لاری چاري و موندل سی.
  • د هیواد اهلي او وحشي نباتاتو او حیواناتود ټولو انواعو او ډلو د ساتلو په موخه به امکانات اماده سي او دله منځه وړلو مخنیوي به یی شوي وي.
  • د هیواد د  په کچه به د اوبو مهارولو لپاره زمینه مساعده او بهرنی نړی ته یی په اوسنی شکل د ورتلو لاري چاری بندي او د ابیاری له موثرو میتودنو او لارو چارو څځه به د هیواد بزګران برخمن سي.
  • بالاخره د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا لاره به هواره او بهر ته به د ملی سرمایی د تګ مخنیوی شوی وي.