د انسټو پوهنتون نوي مالي او اداري مرستیال د یاد معاونيت د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته وکړه

anastu_admin
Mon, Dec 01 2025 12:37 PM
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د مالي او اداري چارو نوي مرستیال، محترم روح‌الله مشال صاحب، په خپل کاري دفتر کي د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته وکړه
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، وروسته د مالي او اداري چارو نوي مرستیال، محترم روح‌الله مشال صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو په شروع کي ئې د ګډنوالو سره لنډه پېژندنه وکړه. هغه د اطاعت، مسئولیت‌پالني او د سالم اداري نظم د ساتلو په اړه مهمي او هر اړخیزي سپارښتني وکړې او زیاته ئې کړه، چي د ادارې د بریا بنسټ، په همغږي، شفافیت او د چارو په وخت ترسره کولو پوري تړلۍ دی
ښاغلي مشال په ټینګار سره وویل؛ چي د ادارې د ښه سمون او منظم کار بهیر له پاره اړینه ده، چي هر کارمند د خپل ټاکلي مسئولیت په ترسره کولو کي پوره - پوره پاملرنه ولري او یو د بل سره پوره همږغي ولري، اداري چاري باید د سرعت، نظم او امانت پر بنسټ پر مخ ولاړي سي؛ ترڅو د پوهنتون د کار پروسه لا اغېزمنه سي.

د ناستي په پای کي ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او د کار اړوند خپلي تجربې شریکي کړې. وروسته ناسته د دؤعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۷ / ۰۶ / ۱۰                                                                                                                                                      
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS