په اناسټو پوهنتون کې د تضمین کیفیت د دویم پړاو غونډه ترسره شوه

anastu_admin
Sat, Jul 12 2025 12:13 PM
123

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم الحرام په ۱۰مه نېټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د امام بخاري رحمه الله تالار کې د تضمین کیفیت د دويمې مرحلې نوبتي غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم په مبارک تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنتون رئیس، الحاج سید مولوي محمد داوود آغا الهاشمي صاحب وینا وکړه، چې پکې یې د تضمین کیفیت ارزښت تشریح کړ او ټینګار یې وکړ چې پوهنتون باید د کیفیت د لوړوالي پر لور منظم او همغږی ګامونه واخلي.

نوموړي له استادانو، اداري کارکوونکو او رهبري پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د کیفیت تضمین بهیر ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دا بهیر د زده‌کړو د معیاري کېدو، پوهنتون د اعتبار لوړولو، او د زده‌کوونکو د راتلونکي لپاره حیاتي رول لري.

وروسته ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل. د غونډې په پای کې د تضمین کیفیت آمر د ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

---

وړاندې کوونکی:
نشراتو آمریت – اناسټو پوهنتون
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۱ هجري قمري

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS