په اناسټو پوهنتون کې د تضمین کیفیت د دویم پړاو غونډه ترسره شوه

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم الحرام په ۱۰مه نېټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د امام بخاري رحمه الله تالار کې د تضمین کیفیت د دويمې مرحلې نوبتي غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم په مبارک تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنتون رئیس، الحاج سید مولوي محمد داوود آغا الهاشمي صاحب وینا وکړه، چې پکې یې د تضمین کیفیت ارزښت تشریح کړ او ټینګار یې وکړ چې پوهنتون باید د کیفیت د لوړوالي پر لور منظم او همغږی ګامونه واخلي.
نوموړي له استادانو، اداري کارکوونکو او رهبري پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د کیفیت تضمین بهیر ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دا بهیر د زدهکړو د معیاري کېدو، پوهنتون د اعتبار لوړولو، او د زدهکوونکو د راتلونکي لپاره حیاتي رول لري.
وروسته ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل. د غونډې په پای کې د تضمین کیفیت آمر د ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
---
وړاندې کوونکی:
نشراتو آمریت – اناسټو پوهنتون
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۱ هجري قمري