اناسټو پوهنتون کي د (OBE-SCL) لس ورځنی ښوونیز ورکشاپ

anastu_admin
Mon, Jul 15 2024 10:10 AM
ANASTU

اناسټو پوهنتون کي د (OBE-SCL) لس ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړسو.

د شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۴/۲۳ نېټه دافغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون مرکزي کمپس کي د مسلکي پرمختيايي مرکز «PDC» په نوښت دپايلو پر بنسټ دښوونې / روزنې او محصل محوره زدکړو لس ورځنی ورکشاپ جوړ سو.

ورکشاپ د قرآن عظيم الشان دڅو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل سو.

په پيل کي د اناسټو پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار ثناءالله ارغستاني د ورکشاپ روزونکو پوهنمل محمد قاسم عادل او پوهنمل عطاالله محمدي ته ښه راغلاست ووايه او مننه يي ورڅخه وکړه چي د روزونکو په صفت يي اناسټو پوهنتون ته تشریف راوړی دی همدارنګه يي د پايلو پر بنسټ او محصل محوره زدکړو پر اهمیت او په تحصیلي بنسټونو کي د هغوی پر تطبيق ګډونوالو ته وينا وکړه او له ګډونوالو څخه يي د فعال ګډون غوښتنه وکړه ترڅو په پايله کي د عنعنوي زدکړه ييزو رويشونو ځای د فعالي زدکړي ميتودونه ونسي او ټولني ته د غوښتنې مطابق مسلکي او په کار پوه اشخاص وړاندي سي.

وروسته روزونکي پوهنمل محمد قاسم عادل د ورکشاپ پر ارزښت، اهميت او ګټو هراړخیزه وينا وکړه.

په ياد ورکشاپ کي به داناسټو پوهنتون ۴۴ تنه کادري غړي ګډون ولري او ۱۴۴۶/۱/۷ نېټې څخه د ۱۴۴۶/۱/۱۶ نېټې پورې دوام وکړي.

دنشراتو آمريت

۱۴۴۶/۱/۸. ۱۴۰۳/۴/۲۴

Latest news

Latest news

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS