د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړني په موخه اصلاحي ناسته تر سره سوه.

admin@anastu
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۲
nasta

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د (اطاعت کول او د وظیفوي غفلت څخه ځان ساتنه) تر عنوان لاندي اصلاحي ناسته د پوهنتون د رئیس محترم مولوي شبیر احمد "عباس"  صاحب  په مشرۍ، د مسلکي او پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کي تر سره سوه. چي ټولو اداري کارمندانو  پکښي برخه اخیستې وه او د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه.

محترم مولوي عباس صاحب ګډونوالو ته د اطاعت کولو اهميت د اسلام له نظره، په اداري چارو کي همږغي او د وظیفوي غفلت څخه د ځان ساتني په اړه تفصیلي معلومات وړاندي کړه. نوموړي د مسؤلیت پېژندني، د دندو د سم او پر وخت ترسره کولو، له مراجعینو سره د ښه چلند او د سپارل سوو مسؤولیتونو د امانتدارانه ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

وروسته نوموړي د اطاعت اصل د سالمي ادارې او منظم کاري چاپېریال له اساسي اصولو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چي د شرعي چوکاټ په دننه کي د مافوق مسؤلینو د مشروع لارښوونو منل او عملي کول د هر کارکوونکي دنده ده. نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چي خپلي دندي په پوره مسؤولیت، ژمنتیا او دقت سره ترسره کړي، له هر ډول بې‌پروایۍ او د وظیفوي مسؤولیتونو له ځنډولو ډډه وکړي او سپارل سوي چاري د ټاکل سوي وخت له مخي په ښه توګه بشپړي کړي.

په پای کي ګډونوالو ته د ځان‌اصلاح، د اخلاقو د ښه‌والي، د خپلو دندو د مسؤولانه ترسره کولو او د اسلامي او اداري اصولو د مراعاتولو په اړه لازمي سپارښتني وسوې. همدارنګه پر دې ټینګار وسو، چې د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس هر کارکوونکی باید د لمانځه پر مهال، د لمانځه د آدابو او سنتو د رعایت په موخه لنګوټه (پټکی) وتړي او له ټولو کارکوونکو غوښتنه وسوه چي یاد حکم په جدي توګه مراعات کړي. یاده اصلاحي ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي آمریت
۱۴۰۵/۰۵/۲۰
 

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

اداري کارکوونکو ته د اور وژني په برخه کي يو ورځنی مسلکي روزنیز سیمسنار وړاندي سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د اورلګېدني د خطرونو د مخنیوي او د پېښو پر مهال د سم، چټک او پر وخت غبرګون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

نوو محصلینو ته د ښه راغلاست او ممتازو محصلینو د تقدیر په موخه ځانګړې غونډه ترسره سوه.

دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت له لوري د ۱۴۰۵-۱۴۰۶ تحصیلی کال نوو شامل سوو محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون‌ پېژندنې په موخه ځانګړې غونډه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

د عامي روغتیا ریاست او اطفائيې آمریت له مسؤلینو سره د اناسټو پوهنتون د مسؤلینو د همږغۍ ناستي تر سره سوې

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د رهبري په لارښوونه او د محترم رئیس صاحب د هدایت پر اساس، د پوهنتون مسؤلینو د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست او د کندهار ولایت د. . .

BACK TO NEWS