د نباتي علوم پوهنځۍ پېژندنه

 

د نباتي علومو پوهنځي مرام نامه

 

لرليد

د نباتي علومو پوهنځي به؛ په لوړ کمیت او کیفیت سره د نباتي تولیداتو د تولید، نباتي نسلونو د اصلاح او دودیزو کرنیزو چارو عصري کولو په برخه کې د هیواد په کچه د لیسانس او فوق لیسانس علمي کدرونو او ظرفیتونو د روزلو په برخه کې لوی مرکز وي.

مأموریت 

نباتي علومو پوهنځۍ هڅه کوي چې د علمي کدرونو په واسطه، په پرمختللي او عصري ټکنالوژۍ سمبال علمي، تدریسي، تولیدي، څېړنیز او زورنیز چاپیریال په رامنځته کولو سره د هیواد د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا سبب وګرځي.

موخي 

  • د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د علمي کادرونو روزل.
  • د کرنیزو محصولاتو کمیت او کیفیت ته پراختیا ورکول.
  • د هیواد په کچه د کرني په برخه کې د نوي ټکنالوژۍ او د کرني عصري طريقو رواجول او د في واحد ځمکي څخه زيات حاضلات لاسته راوړل.
  • پر محلي او اصلاح سوو نباتي تسلونو باندي علمي څېړني تر سره کول او د هغوی مثبتي پايلي ترويجول.
  • د ملي، سيمه ايزو او بهرنيو تحصيلي او څيړنيزو مؤسساتو سره اړيکي ټينګول، ترڅو علمي او څېړنيزي لاسته راوړني له يو بل سره شريکي کړو.
  • د پورته موخو د لاسته راوړلو لپاره په لوړه سطحه داسې علمي کدرونه روزل چې، اسلامي مقدساتو او افغاني کلتور ته وفادار پاتي سي او د هيواد د کرنيز سکتور د پراختيا او انکشاف سبب وګرځي.

ارزښتونه

  1. د يوې سپېڅلي او اسلامي روحيې په شتون سره وېن پالنه.
  2. معیاري او باکیفیته لوړي زده کړي.
  3. د څېړني بډاینه.
  4. سالمه اداره او اغېزمنه رهبري.
  5. اکاډميکه آزادي رامنځته کول.
  6. حساب ورکونه.
  7. په کارونو کې شفافیت او د فساد مخنيوی.
  8. د هر ډول تبعيض څخه ډډه کول.

 

د نباتي علومو پوهنځۍ څانګي

 نباتي علومو پوهنځۍ په خپل جوړښت کې اته څانګي لري چې په لاندي ډول دي:

  1. اګرانومي څانګه
  2. هارټکلچر څانګه
  3. نبات ژغورني څانګه
  4. خاوره پوهني څانګه
  5. بايوټکنالوژۍ څانګه
  6. کرنيزي انجينرۍ څانګه
  7. جنيټيک او نباتاتو اصلاح څانګه
  8. ځنګل پوهني او طبیعي منابعو څانګه

 

والسلام

په پورته توګه د نباتي علومو پوهنځۍ لرليد، مأموريت، موخي او ارزښتونه په درې واړو (پښتو، دري او انګليسي) ژبو، په نوي بڼه اصلاح ترتيب او د بیا ځلي لپاره د نباتي علومو د ستراتيژيک پلان په ۱۴۰۴/۰۸/۰۲ نېټه او (۳) ګڼه غونډه، د نباتي علومو پوهنځۍ علمي شورا په ۱۴۰۴/۰۸/۲۴ نېټه او (۸) ګڼه او د پوهنتون د علمي شورا په ۱۴۰۴/۰۹/۱۷  نېټه (۸) ګڼه؛ غونډو کې تائيد لري.

د نباتي علومو پوهنځۍ رئيس
پوهنوال نصير احمد "نصرت"