د اناسټو پوهنتون او کندهار مستوفیت ریاست تر منځ د همږغۍ غونډه تر سره سوه.

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۲۲
کندهار مستوفیت غونډه

 

د کندهار مستوفیت ریاست د هیئت او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د مسؤلینو تر منځ غونډه د پوهنتون په ریاست مقام کي ترسره سوه. چي د پوهنتون رهبرۍ، د مستوفیت ریاست د غیرمالیاتي عوایدو آمر، د املاکو آمر او ورسره مل پلاوي پکښي ګډون درلود او غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه.

په پیل کي د مستوفیت هیئت د اناسټو پوهنتون له مسؤلینو څخه د تلپاتي همکاریو په موخه مننه وړاندي کړه. وروسته د عوایدو د تنقیص له ستونزو، د کمبوداتو له علتونو او هغو عواملو په اړه چي د عوایدو په کمېدو کي یې رول درلود، مفصل معلومات وړاندي کړه. د هیئت له لوري څرګنده سوه چي د موجودو ستونزو د دقیقي ارزوني او د هغوی د حل لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

همدارنګه د عوایدي سرچینو د پیدا کولو او په وجود راوستلو په اړه هم بحث وسو، څو وکولای سي هغه تشه ډکه کړي چي د عوایدو د تنقیص له امله رامنځته سوې ده. په غونډه کي د ستونزو د دفع کولو، د کمبوداتو د اساسي علتونو د تشخیص او د اصلاح لپاره د عملي لارو چارو په اړه هم هر اړخیزي خبري وسوې. د دواړو لورو له خوا یو شمېر وړاندیزونه شریک سول او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه ټینګار وسو.

ورپسې د اناسټو پوهنتون محترم رئیس ښاغلي مولوي شبیر احمد عباس صاحب مېلمنو ته د هرکلي تر څنګ څرګنده کړه چي د عایداتو د سرچینو راپیدا کول موږ خپل مسؤلیت ګڼو. هغه زیاته کړه چي څومره تاسي او ستاسي محترم ریاست په دې برخه کي متوجه یاست، په هماغه کچه موږ هم په دې برخه کي متوجه یو، ځکه ټول د اسلامي امارت تر چتر لاندي مسؤلیتونه مخته وړو. نوموړي ټینګار وکړ چي د اناسټو پوهنتون له لوري به دایمي هڅي او همکارۍ دوام ولري.

محترم رئیس صاحب د عایداتي سرچینو د پیدا کولو په لړ کي د هغو څلورو طرحو یادونه وکړه چي د لوړو زده کړو محترم وزارت ته وړاندي سوي او د هغوی په واسطه د مالیې له وزارت سره شریک سوي دي. هغه زیاته کړه چي په پلان کي لرو چي ۱۰۰۰ جریبه مځکه د استادانو له خوا حاصلخېزه سي، څو د پوهنتون لپاره یوه باثباته عایداتي سرچینه وګرځي. همدارنګه یې د اناسټو پوهنتون د مجهز ملي لابراتوار یادونه وکړه چي د خاورو د ازمویني او پروژو له لارې د پام وړ عاید ترلاسه کولای سي. ورپسې یې د شنو خونو د پروژې په اړه معلومات وړاندي کړل او څرګنده یې کړه چي د کرنیزو محصولاتو د تولید او پلور له لاري به د پوهنتون مالي سرچینې لا پیاوړي سي.

محترم رئیس صاحب د پوهنتون د عوایدو د کمښت په اړه هم وضاحت وړاندي کړ. هغه څرګنده کړه چي د عاید د کمښت اصلي علت دادی چي تر ځمکه لاندي اوبه کمي سوي او کروندګر زړه نه ښه کوي چي د پوهنتون مځکي په اجاره واخلي. د دې ستونزي له امله د کرنیزو فعالیتونو کچه راټیټه سوې او د عوایدو کچه کمه سوې ده. نوموړي زیاته کړه چي د دې ستونزي د دفعي په موخه، د پوهنتون له لوري نورو صنعتي او تولیدي ادارو ته بلنه ورکړل سوې او ورسره په تماس کي يو، تر څو په دې مځکو کي پانګونه وکړي او د عوایدو د کمښت تشه ډکه سي.

وروسته د اناسټو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي الحاج روح‌الله مشال صاحب د عایداتي سرچینو په اړه وضاحت وړاندي کړ. نوموړي څرګنده کړه چي په دې برخه کي له یو شمېر شرکتونو سره اوږدمهاله قراردادونه ترسره سوي دي، چي له جملې څخه یې د شمس مدینه شرکت دی چي ورسره ۲۵ کلن قرارداد لرو، همدارنګه د هیواد زراعتي شرکت سره ۲۵ کلن قرارداد او د سور غر شرکت سره هم ۲۵ کلن قرارداد ترسره سوی دی. محترم مشال صاحب د دې تر څنګ د انګورو د باغ په اړه معلومات وړاندي کړل او څرګنده یې کړه چي د شنو خونو پروژې هم د پوهنتون لپاره د پام وړ عایداتي سرچینې دي، ځکه د کرنیزو محصولاتو تولید او پلور د پوهنتون مالي بنسټ پیاوړی کوي. هغه زیاته کړه چي د یادو پروژو د دوام او پراختیا لپاره د همغږۍ او ملاتړ اړتیا ده، څو د پوهنتون د عایداتي سرچینو کچه نوره هم لوړه سي.

په پای کي د کندهار مستوفیت د هیئت له خوا د پوهنتون هڅي وستایل سوې او مننه یې وکړه چي د عایداتي سرچینو په برخه کي بشپړه توجه لري. هغوی زیاته کړه چي دا ډول لاسته راوړني او هڅي تر دې وړاندي نه وې ترسره سوي او د پوهنتون د پرمختګ لپاره ځانګړی اهمیت لري. همدارنګه د دواړو لورو تر منځ مهمي پرېکړي وسوې، د ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه شریک سول او ټینګار وسو چي د ګډو همکاریو په دوام سره به د عوایدو د کمښت ستونزي په تدریجي ډول حل سي. د مستوفیت هیئت د پوهنتون مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چي د اړوندو ادارو په همغږۍ سره به د مالي سرچینو د پراختیا لپاره لازمي هڅي ترسره کړي.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۵/۰۳/۲۷

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۰
Background image

د وروستي سميسټر محصلینو سره معلوماتي غونډه ترسره سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د محصلانو چارو معاونیت له لوري د وروستي سمېستر له محصلینو سره معلوماتي غونډه ترسره سوه، چي پکښي د وروستي سمېستر ټولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۸
Background image

د امیرالمؤمنین حفظه الله "د اهل سنت والجماعت عقیده" کتاب د درس لړۍ پیل سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د «اهل سنت والجماعت عقیده» کتاب د تدریس لړۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۸
Background image

د امیرالمؤمنین حفظه الله "د اهل سنت والجماعت عقیده" کتاب د درس لړۍ پیل سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د «اهل سنت والجماعت عقیده» کتاب د تدریس لړۍ د. . .

BACK TO NEWS