د نباتي علومو پوهنځۍ، اګرانومۍ څانګي پيژندنه
د اګرانومی دیپارتمنټ په کال ۱۳۹۱ هـ. ل. د اناسټو پوهنتون د نباتي علومو پوهنځۍ په چوکاټ کې خپل فعالیتونه ددی لپاره پیل کړل ترڅو: د اګرانومی دیپارتمنټ په برخه کې د لسانس او ماسټرۍ تر کچي د مسلکي کسان وروزی؛ په ټولنه کې د اګرانومی دیپارتمنټ اړوند ستونزو ته د حل په موخه څیړنیز پروګرامونه پلی کړی او همدارنګه د اګرانومی مسلک په برخه کې عصري تکنالوژئ او ملي او نړیوالو اغیزمنو څیړنو پایلی تطبیق او ترویج کړی. یاد دیپارتمنټ د اوس لپاره اته کادري غړي لري چې د اګرانومی په برخه کې له داخلی او نړیوالو معتبرو پوهنتونو څخه د ماسټري او دوکتورا تر کچې زده کړي لري.
لیرلید
د هيواد د کرنيزسکتور د پياوړتيا لپاره د لوړ کميت او ښه کيفيت لرونکو کرنيزو حاصلاتو د لاسته راوړلو په موخه د مسلکي کادرونو روزل.
په هیواد کي د کرني په برخه د شته کمي او کیفي ستونزو د حل په موخه څېړني ترسره کول.
د اګرانومي څانګي ارزښت ته په کتو سره په راتلونکي کي د پوهنځی کچي ته ارتقا کول.
رسالت
په عصري تکنالوژي سره سمبال علمي، ښوونيز او څيړنيز چاپيريال برابرول څو څيړنيز او تحصيلي پروګرامونه مو محصلينو او کروندګرو ته اسانتياوي برابري کړي.
موخه
په لوړه سطحه دعلمي کادرونو د روزني لپاره داسي علمي ، ښوونيزی اوڅيړنيزی لاری په کاراچول څوپه ملي اوسيمه ايزه کچه دکرنيزي پرمختيا له پاره وسيله سي .
ځانګړي وړتیاوي
روزنه
د اګرانومی دیپارتمنټ په عصري تکنالوژي سره سمبال ده او د متخصصو کادرونو په درلودلو سره د روزني د یوه مرکز په توګه دا وړتیا لري چې د اګرانومی دیپارتمنټ په بیلابیلو برخو کې د لسانس او ماسټرۍ تر کچي محصلین وروزي. د دي تر څنګ د خصوصي سکتور او انجوګانو په مرسته د مسلکي کسانو او مسلک خاوندانو لپاره د ریفریشر او ظرفیت جوړوني لنډ مهاله او اوږد مهاله کورسونه دایر کړي.
څیړنه
د اګرانومی دیپارتمنټ کولای سي د اګرانومی، خاوری او ابوبو، تخمونو، جنتک، کرنیزماشین الات ، غلی دانی، لیګیومی نباتات او داسی نورو برخو کې څیړنیزو او د سروې پروګرامونه د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم ډیزاین، پلان او تطبیق کړي. نوموړی دیپارتمنت کولای سی چې ساده او پېچلي څیړنیزو پروګرامونو اړوند معلومات د عصري تکنالوژي په مرسته تجزیه، تحلیل او نشر کړي.
ترویجي فعالیتونه
د کرنيز سکتور په برخه کې څیړنه او توسیعه یو له بله سره تړلي فعالیتونه دي. دا چې د اګرانومی دیپارتمنټ ښه باتجربه مسلکی ټیم لري چې د هیواد د کرنیزسکتور سره نژدې اړیکی لري ځکه نو په اسانۍ سره کولای سي چې توسیعوي پروګرامونه تطبیق کړي.