په اناسټو پوهنتون کي د ساري ناروغیو، حفظ الصحې او لومړنۍ مرستي په اړه د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو

admin@anastu
Mon, Oct 05 2026 11:43 AM
حفظ الصحه

افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د کارکوونکو چارو آمریت اړوند د ارتقاء ظرفیت او اجرااتو ارزونې عمومي مدیریت او د داخلي اړیکو آمریت په مرسته، د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ، د ساري ناروغیو، حفظ الصحې او لومړنۍ مرستې په اړه د عامه پوهاوي اغېزمن سیمینار ترسره سو.
په دې سیمینار کې د پوهنتون یو شمېر مسؤلینو، اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه.
د عامې روغتیا ریاست استازي د ساري ناروغیو د لېږد د لارو، د مخنیوي تدابیرو، شخصي او چاپېریالي حفظ الصحې، د پاکو اوبو او روغتیايي خوړو د استعمال، د لاسونو د منظم پرېمنځلو او د چاپېریال د پاک ساتلو په اړه ګډونوالو ته لازم او ګټور معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د ټپونو، وینې بهېدنې، سوځېدو، بې‌هوښۍ او نورو بېړنیو حالاتو پر مهال د لومړنۍ مرستې د ترسره کولو او د ناروغ یا ټپي کس د خوندي انتقال په اړه عملي او اړین معلومات وړاندې سول.
د سیمینار په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول او ټینګار وسو چې د روغتیايي سپارښتنو مراعات، د حفظ الصحې رعایت او د لومړنۍ مرستې په اړه لازم پوهاوی د سالمې ټولنې او روغ کاري چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
غونډه د پوهنتون د ټولو کارکوونکو او محصلینو د روغتیا، سلامتیا او لا ښه خدمت په موخه په دعا سره پای ته ورسېده.
د نشراتو،او عامه اړیکو آمریت
۱۴۰۵/۷/۱۳

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS