د اناسټو پوهنتون د دوهمي مرحلې د اعتبار تر لاسه کولو په موخه د بازدید ارزونه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

admin@anastu
Wed, Jul 29 2026 3:18 PM
تضمین

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د دوهمي مرحلې د ترلاسه کولو په موخه، د لوړو زده‌کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست له لوري ټاکل سوي پنځه کسیز ارزوونکي پلاوي، د پوهنتون هر اړخیزه ارزونه په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.
دغه پلاوی چې مشري یې د هرات پوهنتون استاد پوهاند دوکتور محمد یوسف امیني کوله، او غړي یې پوهنمل غازي پتنګ د شیخ زاید پوهنتون استاد، پوهنيار حماد امین د بغلان پوهنتون استاد، د خصوصي پوهنتونونو د اعتبار ورکولو کارپوه نیک محمد سعدي او د امارتي پوهنتونونو د اعتبار ورکولو مدیر وحیدالله اکبرزی وه، د پوهنتون د رهبرۍ، معاونیتونو، پوهنځیو، ډیپارټمنټونو، آمریتونو او بېلابېلو اداري او علمي برخو هر اړخیزه او دقیقه ارزونه ترسره کړه.
د ارزونې په پایله کې، راغلي پلاوي د پوهنتون د رهبرۍ او علمي او اداري پرسونل هڅې، لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل، او د یو شمېر رغنده سپارښتنو او تخنیکي نظریاتو په وړاندې کولو سره یې د پوهنتون د لا پرمختګ او د دوهمي مرحلې د اعتبار اخیستنې په بهیر کې د مثبتو پایلو هیله څرګنده کړه.
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ژمن دی چې د کیفیت د تضمین د معیارونو د لا پیاوړتیا، علمي ودې او اداري اصلاحاتو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، څو د هېواد د لوړو زده‌کړو په نظام کې خپل علمي او اکاډمیک رسالت په غوره توګه ترسره کړي.

۱۴۰۵/۰۵/۰۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS