د غذایي امنيت او مصئونیت ملي کنفرانس وروستۍ ورځ

anastu_admin
Mon, Nov 03 2025 7:30 PM
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون دريمه ورځ هم پخیر او عافیت سره پای ته ورسېده چي پکي د يو شمير مقالو د ارائيه کولو وروسته د اناسټو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار ثناوالله ارغستاني صاحب د کنفرانس راپور او وړاندیزونه د ګډنوالو سره شریک کړل او د راغلو مېلمنو هڅي يې وستايلې ورپسې د سمنګان، کنړ، او سید جمال الدين افغاني پوهنتونو علمي چارو مرستیالانو هم د کنفرانس پر تأثر ویناوي وکړې ددې ترڅنګ د کندهار ولايت مرستيال والي هم د موضوع اړوند خپل نظریات وړاندې کړل او خوښي یې وښودل په پائ کي د پوهنتون د رهبرۍ په استازیتوب د پوهنتون رئيس جناب الحاج مولوي سيد محمد داود آغا الهاشمي صاحب لومړی د امارت اسلامي د محترم زعيم امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله شکريه ادا کړل چي د افغانستان د کړېدلي اولس په يووالي او پر مختګ کي يې هر رقم مسؤلیت ادا کړي او لاهم ستړی نه دی ورپسې د لوړو زدکړو محترم مشرتابه جناب شیخ الحدیث الحاج مولوي ندامحمد نديم صاحب صاحب شکريه وويل چي د افغانستان د لوړو زد کړو په پياوړي کولو کي يې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي او د غرب لخوا پر افغانستان تپل شوۍ ککړ نصاب يې بیرته پاک صاف او د شريعت چوکاټ ته برابر کړ او د مدرسې او پوهنتون واټن يې ختم کړ او بیا یې د وزارت مقام څخه راغلي پلاوي د کندهار ولايت مرستيال والي او د راغلو مېلمنو د پوهنتونو مرستيالانو، استادانو او مسؤلینو راتګ وستايلۍ او پخپل کوربتوب یې ورڅخه خوښي وښوده چي ستاسو راتګ زموږ لپاره د وياړ خبره ده. په پای کي يې د ټولو ګډونوالو استادانو مېلمنو څخه غوښتنه وکړه چي د یاد کنفرانس نتایج او اهميت د هيواد وګوټ ګوټ ته ورسوۍ څو مو په هيواد کي غذايي امنيت او مصئونیت بشپړ تأمين سي. د غونډي په پاي کي د پوهنتون لخوا راغلو مېلمنو او يو شمير د پوهنتون استادانو او کارمندانو ته ایوارډونو ، تصدیق پاڼي او ستاينليکونه ورکړل سول، د یادوني وړ ده په کنفرانس کي د ارائیه سوو مقالو وړاندیزونه به د لوړو زدکړو وزارت او اړوند نورو ادارو سره شریک سي.

کنفرانس ددعا په ویلو سره پائ ته ورسېده.

۱۴۰۴/۸/۱۲

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS