د عامي روغتیا ریاست او اطفائيې آمریت له مسؤلینو سره د اناسټو پوهنتون د مسؤلینو د همږغۍ ناستي تر سره سوې

admin@anastu
Mon, Sep 14 2026 3:07 PM
عامه روغتیا او اطفائيه

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د رهبري په لارښوونه او د محترم رئیس صاحب د هدایت پر اساس، د پوهنتون مسؤلینو د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست او د کندهار ولایت د اطفائیې آمریت له مسؤلینو سره جلا جلا د همږغۍ ناستي ترسره کړې.
په لومړۍ ناسته کښې د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست له مسؤلینو سره د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا، د معلوماتو او تجربو د تبادلې، د پوهنتون د کارکوونکو او محصلینو د روغتیايي پوهاوي او عملي روزنې په اړه بحث او خبرې وسوې. همدارنګه، د روغتیايي ستونزو د مخنیوي، د کاري چاپېریال د روغتیايي وضعیت د ښه والي او د اړتیا وړ روزنیزو سیمینارونو د تنظیم په برخو کې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وسو.
په دوهمه ناسته کښې د کندهار ولایت د اطفائیې آمریت له مسؤلینو سره د اور لګېدنې د مخنیوي، د احتمالي پېښو پر مهال د سم او چټک غبرګون، د پوهنتون د کارکوونکو او محصلینو د مسلکي پوهاوي او عملي روزني په اړه خبري وسوې. په ناسته کښې د اطفائیې او خوندیتوب په برخه کښې د روزنیزو سیمینارونو، عملي تمرینونو او ګډو برنامو د ترسره کولو پر اړتیا هم ټینګار وسو.
د ناستو په پای کښې دواړو لوریو د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د کارکوونکو او محصلینو د ظرفیت لوړونې، مسلکي روزنې، روغتیايي پوهاوي، د کاري چاپېریال د خوندیتوب او د احتمالي پېښو د مخنیوي په برخو کې د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.
۱۴۰۵/۶/۲۳
د(اناسټو) پوهنتون اطلاعاتو نشراتو او عامه اړيکو آمريت.

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS