د ۲۸ مي ګڼي فرمان د ابلاغ په موخه علمي ناسته تر سره سوه.

admin@anastu
Mon, Jul 20 2026 2:57 PM
ځنګل

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښي د ۲۸ مي ګڼي فرمان مطابق، د ځنګلونو د ساتني او غیر قانوني قطع کولو د مخنیوي اړوند علمي ناسته د کیفیت لوړاوي د غوڼدو په تالار کښي، د مسلکي او پرمختیايي مرکز آمر ښاغلي پوهنمل شیرمحمد وفا صاحب له لوري تر سره سوه، چي موخه يې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځنګلونو د ساتني او غیر قانوني قطع کولو د مخنيوي په اړه د ۲۸ مي ګڼي فرمان ابلاغ و. په دې ناسته کښي د پوهنځیو رئيسانو او ټولو استادانو ګډون درلود او د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه.

 

ورپسې ښاغلي وفا صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست او منني وروسته د ۲۸مي ګڼي فرمان په هکله مفصل بیان تر سره کړ، نوموړي د دې فرمان د څلورو مادو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل  او څرګنده یې کړه چي موږ او تاسي مکلف يو د ځنګلونو د ساتني، غیر قانوني قطع کولو د مخنیوي او طبیعي منابعو د خونديتوب په برخه کښي خپل شرعي او قانوني مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کړو. همدارنګه نوموړي د ځنګلونو د پېژندني او د هغوی د ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. هغه وویل چي ځنګلونه د طبیعت ستره شتمني ده چي د ژوندانه د توازن اساسي برخه جوړوي. او زیاته یې کړه چي د ځنګلونو ارزښت له اقتصادي، محافظوي، روغتیايي او حتی نظامي پلوه هم ډېر لوړ دی. ښاغلي وفا صاحب د اسلام له نظره د ځنګلونو د ساتني ارزښت ته په اشارې وویل چي د الله تعالی د مخلوقاتو د حفاظت، د فساد د مخنیوي او د عامه شتمنیو د خونديتوب امر سوی دی او د ځنګلونو ساتنه یو شرعي مسؤلیت دی چي هر مسلمان یې باید په اخلاص سره ترسره کړي. نوموړي څرګنده کړه چي د ځنګلونو ساتنه یوازي د دولت او ادارو مسؤلیت نه دی، بلکي ټولنه هم باید په دې برخه کښي خپل رول ترسره کړي.

 

وروسته یې د افغانستان او نړۍ د ځنګلونو وضعیت ته لنډه کتنه وکړه او زیاته یې کړه چي په نړۍ کښي تر ټولو ډېر ځنګلونه لرونکي هېوادونه روسیه، برازیل، کاناډا، امریکا او چین دي، چي یوازي همدغه پنځه هېوادونه د نړۍ نیمایي ځنګلونه لري. د دې تر څنګ یې د افغانستان د ځنګلي سيمو په یادونه کښي وويل چي نورستان د افغانستان تر نورو سیمو پراخ ځنګلونه لري. نوموړي وویل چي د اقلیم بدلون، صنعتي پراختیا او د نفوس زیاتوالی د ځنګلونو د کمېدو لوی عوامل دي، او د نړۍ د چاپېریال او روغتیا لپاره یې جدي خطرونه رامنځته کړي دي او څرګنده يې کړه چي د لرګیو قاچاق نه یوازي په افغانستان کښي د ځنګلونو د له‌ منځه ‌تلو اصلي لامل دی، بلکي په نړۍ کښي هم د لرګیو قاچاق یوه جدي ستونزه ده.

 

په پای کښي یې د دې فرمان د تطبیق په اړه وویل که ۲۸ مه ګڼه فرمان په جدي توګه تطبیق نه سي، د هېواد طبیعي منابع به له نابودۍ سره مخ سي. هغه ټینګار وکړ چي د ځنګلونو ساتنه نه يوازي د دولت او ادارو مسؤلیت دی، بلکي د ټولني ګډه دنده ده. همدارنګه یې د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل، د یاد فرمان د تطبیق اړوند څرګندوني، وړاندیزونه او نظریات تبادله سول او یاده علمي ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

۱۴۰۵/۰۴/۲۹

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS