د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ غونډه تر سره سوه.

admin@anastu
Wed, Jul 15 2026 3:27 PM
حکم

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ (۴مه) ګڼه غونډه، د پوهنتون د رئيس مولوي شبیراحمد"عباس" صاحب په مشرۍ د پوهنتون په ریاست مقام کي تر سره سوه چي د پوهنتون محترم معاون صاحبانو، د پوهنځيو ښاغلو رئيسانو او د بورډ ټولو غړو حضور درلود او د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پېل سوه.

ورپسې محترم مولوي شبیراحمد "عباس" صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په خپله وینا کي وویل چي د مشرتابه حفظه الله تعالی د فرمانونو په ښه تطبیق کي د دعوت او ارشاد له آمریت سره بشپړه همکاري وکړئ، څو د علمي او اداري نظم ترڅنګ د معنوي اصلاح فضا هم پیاوړې سي. نوموړي زیاته کړه چي د مسؤلینو تر منځ همږغي او د شرعي لارښوونو عملي کول د پوهنتون د اصلاح بنسټ جوړوي. همدارنګه مولوي عباس صاحب ټینګار وکړ چي د ځیرک موبایلونو د نه استعمال په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم جدي پاملرنه وکړئ، ځکه د دې حکم هدف د تمرکز، اخلاص او د کارونو د کیفیت ساتنه ده او هر مسؤل باید د خپل مسؤلیت په مهال له بې‌ځایه مصروفیتونو څخه ځان وساتي. ښاغلي عباس صاحب ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چي د حکمونو، فرمانونو او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر قانون په تطبیق کي اداري کارمندان، استادان او ټول مسؤلین له یو بل سره همږغي پاته سئ، د اصلاح او همکارۍ فضا لا پیاوړې کړئ او د اسلامي اصولو په رڼا کي د پوهنتون د چاپېریال د سالمي ودي لپاره ګډي هڅي وکړئ.

وروسته د غونډي د اجنډا مطابق مهمي پرېکړي تر سره سوې چي پکښي د وزارت څخه د راغلي کتابونو د وېش او په اړه یې د دعوت او ارشاد ریاست سره د راپور شریکولو په اړه وصاحت ورکړل سو، د مشرتابه حفظه الله تعالی د فرمان په اساس د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو او کارمندانو ته د لمانځه د مسئلو بیانولو په اړه معلومات وړاندي سول او د دعوت او ارشاد ریاست د هدایت په اساس کارمندانو او استادانو ته د عقایدو او د لمانځه زده کړي د درس وخت تعین سو. 

په پای کي د متفرقه مسايلو په برخه کي د (۷) زونونو د والیانو د همږغۍ غونډي د پرېکړي په اساس د مشرتابه حفظه الله تعالی د کتاب (د اهل السنت والجماعت عقیده) د تدریس وخت وټاکل سو. ددې تر څنګ د اړونده موضوعاتو په هکله د ګډونوالو نظریات او وړانديزونه وارېدل سوه، لازمي پرېکړي تر سره سوې او د دعا په ویلو سره یاده غونډه پای ته ورسېده.

۱۴۰۵/۰۴/۲۴
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS