د علمي شورا نوبتي غونډه تر سره سوه.

admin@anastu
Tue, Jun 16 2026 10:44 AM
علمي شورا 5 پروتوکول غونډه

 

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د علمي شورا (۵مه) ګڼه پروتوکول نوبتي غونډه د پوهنتون د محترم رئيس ښاغلي مولوي شبیر احمد "عباس" په مشرۍ د پوهنتون په ریاست مقام کي ترسره سوه، چي پر مهال یې ښاغلي معاون صاحبان، د پوهنځیو محترم رئیسان او د څانګو محترمو آمرینو ګډون درلود او د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل سوه.

په پيل کي محترم مولوي "عباس" صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په مقدماتي وینا کي د مسؤلیت او د آمر د اطاعت پر ارزښت ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چي په دې اداره کي موږ او تاسو ټول يو د بل آمر او مأمور یو، هر څوک د بل په وړاندي مسؤل دی او راسپارل سوی مسؤلیت امانت دی چي باید په ښه توګه اداء سي. هغه زیاته کړه چي په خپلو مسؤلیتونو کي اطاعت ته اولیت ورکړئ، ځکه اطاعت د اداري يو مهم او شرعي اصل دی. مولوي عباس صاحب سپارښتنه وکړه چي مسؤلین باید خپل ما تحت د اطاعت کولو روحيې ته وهڅوي، ځکه د ادارې د مافوق او ماتحت تر منځ اړيکه په اطاعت ولاړه ده، که اطاعت نه وي، د ادارې اصل له منځه ځي.

همدارنګه محترم مولوي عباس صاحب مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چي د همږغۍ په موخه د خپلو ماتحتو سره مجالس وکړي، په مدبرانه ډول ورسره مخته ولاړ سي او له هغوی سره په ښه رویه، سلوک او روحیه سره چلند وکړي. ښاغلي رئيس صاحب ټينګار وکړ چي ټول مسؤلین باید د وخت پابند وي، او خپل ماتحت هم د وخت پابندۍ ته وهڅوي، هغه زیاته کړه چي باید هڅه وکړو چي د اوسني حالت څخه د تلو لپاره د ټول ممکنه شرایطو څخه استفاده وکړو او ټول کارونه پر وخت تر سره کړو، ځکه اداره او په اداره کي راسپارل سوي مسؤلیتونه امانتونه دي چي د هغه د پر ځای کولو لپاره د وخت رعایت ډير ضروري دی.

وروسته په غونډه کي د علمي شورا د تعقیبي کارونو د ارزوني راپورونه وړاندي سول، چي پکښي د ترسره سوو فعالیتونو پایلي او پرمختګونه د ګډونوالو سره شریک سول. ټینګار وسو چي مسؤلین دي پاته کارونه پر ټاکلي وخت بشپړ کړي. همدارنګه د تایید وړ موضوعاتو په لړ کي د عقیدي تر سرلیک لاندي د نوي توشیح سوي کتاب په اړه بحث وسو، او د وزارت مقام د هدایت پر بنسټ پرېکړه وسوه چي د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی «د اهل سنت والجماعت عقیده» کتاب دي په نصاب کي شامل سي.

د ۱۴۰۴ کال د بودیجې د لګښتونو او پاته شونو په اړه وضاحت وړاندي سو، د ۱۴۰۵ کال د تصویب سوي بودیجې عمومي معلومات او اړوند اختصاصونه تشریح سول. د ۱۴۰۵ کال د لومړۍ ربعي د لګښت راپور او د مالي او اداري چارو معاونیت د لومړۍ ربعي فعالیتونه هم وړاندي سول.

په غونډه کي د OBE–SCL ورکشاپ د ترسره کولو په اړه پرېکړه وسوه او د ټرېنرانو د ټاکلو موضوع وڅېړل سوه. د استادانو د علمي ترفیعاتو اسنادو ته کتنه وسول، د ویب‌سایټ د غني کولو، د پوهنتون د کتلاک او بینرونو د نوي کولو په اړه بحث وسو، د برېښنايي زده کړو د بورډ د لرلید او رسالت موضوع وڅېړل سوه او د پوهنتون د ستراتیژیک پلان د کمېټې راپور وړاندي سو.

په پای کي د اجنډا مطابق پر ځینو متفرقه موضوعاتو بحث وسو، د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه شریک سول، او اړوندي پرېکړي او سپارښتني وسوې. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۵/۰۳/۲۶

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS