د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو د عملي زدکړو په موخه د کرنیزې ماشنرۍڅخه لیدنه وکړه.
![د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو د عملي زدکړو په موخه د کرنیزې ماشنرۍڅخه لیدنه وکړه.](/sites/default/files/2023-08/whatsapp_image_2023-08-01_at_7.24.32_am.jpeg)
د دوشنبې په ورځ ۱۳/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د کرنیزې میکانیزې څانګې د دوهم ټولګي زدکړیالانود ښاغلي پوهنیار محیب الله همدرد په ملتیا، چې موخه یې نظري او عملي زدکړه وه، د یاد پوهنتون د کرنیزې ماشنرۍ څخه لیدنه وکړه.
یاده زدکړه د نباتي علومو پوهنځي، د کرنیزې میکانیزې څانګې استاد پوهنیار محیب الله همدرد له لوري د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د کرنیزې ماشنرۍ په اړه محصلانو ته په عملي ډول ورکړل سوه او ترڅنګ یې د نموړې ماشنرۍ مختلفو ډولونو ورته وښودل سوه.
د عملي زده کړي په پای کې دکرنیزې میکانیزې څانګې محصلینو د پوهنیار محیب الله همدرد څخه مننه وکړه، چي د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمینه راته برابره کړه او غوښتنه یې وکړه، چي دا ډول عملي کارونو لړۍ دي لا پراخه سي، تر څو محصلین نور هم تشویق سي.
د نشراتو امریت
۱۳/۱/۱۴۴۵
۹/۵/۱۴۰۲