د اناسټو پوهنتون د څیړني، تالیف او ژباړې بورډ غونډه دایره سوه.
د سه شنبې په ورځ ۷/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د څیړنې، تالیف او ژباړې بورډ غونډه ترسره سوه، چې یاده غونډه کي د علمي مرستیال او سرپرست رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني ترڅنګ د څیړنې، تالیف او ژباړې بورډ ټولو غړو ګډون درلود.
غونډه د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل سوه او تیرو کړنو او ترسره سوو فعالیتونو ته لنډ کتنه وسوه.
په یاده ناسته کې د وزارت مقام د څیړنې، تالیف او ژباړې ریاست لخوا هدایات، د څیړنو کاري برخې رهنمود، د څیړنو د نظر سنجي، د ملي کنفرانس جوړول، د ټولنې د اړتیاوو له مخې د استادانو او محصلانو څیړنې ترسره کول، داستادانو د څیړنو پروپوزل ارزونه، د استادانو د ژباړې پروپوزل ارزونه او یو شمیر نور متفرقه موضوعاتو باندي مفصل بحث او لازمې پریکړې وسوې.
یاه ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.