د اناسټو پوهنتون د روان کال د دوهم سميستر د نهايي ازموينو بهير پیل سو

admin@anastu
Mon, Jun 08 2026 11:22 AM
Exam

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د تدريسي بهير د پای ته رسېدو او د آزمويني کمېټې د پرېکړي سره سم، د اناسټو پوهنتون د ۱۴۰۵ ل. کال د دوهم سميستر نهايي ازمويني نن دوشنبه چي د غبرګولي مياشتي ۱۸ مه نېټه ده، پيل سوې، چي پر مهال يې د اناسټو پوهنتون محترم رئيس مولوي شبیر احمد "عباس" صاحب د يادو آزموينو د ټولو صحنو څخه د شفافیت، نظم او د محصلینو د تیاري کچي ارزولو په موخه لیدنه وکړه او د آزموینو بهير يې له نږدې وڅاره.

يادي آزمويني به د لوړو زده کړو د هدایت او طرحي سره سم او د اناسټو پوهنتون د آزمويني کمېټې د پلان مطابق څلور اونۍ دوام وکړي او د پوهنتون د رهبرۍ له لوري به د دقت او شفافیت په موخه وخت په وخت وڅارل سي.

۱۴۰۵/۰۳/۱۸

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS