د وترنري پوهنځۍ د رئيس پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

 الحمدُ لله الذي علَّمَ بالقلم، علَّمَ الإنسانَ ما لم يعلم. والصلاةُ والسلامُ على سيدِنا محمدٍ، وعلى الهِ الطيبينَ الطاهرينَ، واصحابِه المنتجبين. وبعد؛ الله تعالیٰ حیوانات د انسان د ګټي او هوسایني لپاره پیدا کړي او له موږ څخه یې غوښتنه کړې، چې له هغوی سره په نرمۍ او مهربانۍ سره  غوره چلند وکړو. هغه څوک چي د حیواناتو پالنه نه کوي او د هغوی لپاره مناسب چاپیریال نه برابروي، سمه ګټه هم ترې نه تر لاسه کوي. د حیواناتو روزنه د کرني او اقتصاد یوه نه بېلېدونکې برخه ده، چي د ملي او نړیوالو اقتصادي سیستمونو په پرمختګ کي مهم رول لري. د وترنري علومو پراختیا د حیواني محصولاتو پر کمیت او کیفیت مستقیمه اغېزه لري او د مؤثریت او مثمریت په رامنځته کېدو کې مرسته کوي. روغتیا او غذایي مصئونیت د وترنري علومو د مهمو او مؤثرو برخو څخه دي، چې د وژونکو ناروغیو په مخنیوي کې حیاتي رول لري. په نړیواله کچه، وترنري علوم د "یو صحت (One Health)" موخو ته د رسېدو لپاره ارزښتناکه علوم دي.که چيري حیواني ناروغۍ کنترول نه سي، د انساني، حیواني او حتیٰ نباتي ژوند لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي. د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون په جنوب غرب حوزه کې د وترنري علومو پوهنځۍ یو حیاتي علمي مرکز دی. د پوهنځۍ شتون د هيواد په کچه د متخصصو وترنر ډاکټرانو د شتون اړتیا پوره کوي او د علمي پرمختګ او هوسایني لپاره بنسټیزه ونډه لري. د وترنري علومو پوهنځۍ علمي کادر د تدریس، څیړنو او ترویج په برخه کې ژمن دی. هدف یې دا دی، چي پوهنځۍ په نړیواله کچه معیاري کړي او ټولني ته مسلکي او ژمن وترنر ډاکټران وړاندي کړي. موږ د الله تعالي دربار ته دعا کوو، چي دغه علمي مرکز د خپل هيواد، سیمي او د وترنري علومو مسلک ته د خدمت په لاره کې وځلېږي او د پوهنځۍ د کارکوونکو هڅي د جاريې صدقې په توګه ومنل سي.

په درنښت

پوهندوی احمدالله ظاهر

د وترنري علومو پوهنځۍ رئیس